• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا حسن اخند په اختریزه وینا کې د طالبانو له مخالفینو وغوښتل چې له مخالفته لاس واخلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه مخکې په یوه وینا کې د دغې ډلې له مخالفانو وغوښتل، چې له دوی سره له مخالفته لاس واخلي. ملا حسن اخند له سیاستوالو وغوښتل چې د "عمومي بخښنې" نه په کاخ اخیستو سره "له خپلو وروڼو" سره یو ځای شي او په سولیزی توګه ژوند وکړي.

د طالبانو د ارګ پر ایکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د اختر د لمانځه مراسم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخند او د دغې ډلې د نورو چارواکو په شتون کې ترسه شوي.

په دغه پیغام کې ویل شوي، چې ملا حسن اخند په خپلې وینا کې له طالب چارواکو او جنګیالیو غوښتي، چې له خلکو سره د "درناوي او ادب" په اساس چلند وکړي.

ملا حسن اخند د هېواد له سوداګرو غوښتي، چې د اختر پر مهال له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

سره له دې چې ملا حسن خپلو مخالفینو ته د "عمومي بښنې" نه د ګټې اخیستو بلنه ورکوي، خو د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، طالبانو د واک تر نیولو وروسته خپلې ډیرې ژمنې نه دي پلي کړي او د عمومي بښنې له اعلان سربیره یې خپل مخالفین په ځانګړې توګه د افغان حکومت پخواني کارکوونکي په لویه کچه په نښه کړي دي.

په همدې حال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا حاکمیدو نږدې درې کاله کیږي، خو دغه ډله لا هم کورنی مشروعیت نلري،‌ ځکه چې کومې ټاکنې یې نه دي ترسره کړي او نړۍوالو لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. طالبانو، پر ښځو یې د پراخو بندیزونو په لګولو سره هغوی د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه لرې کړي دي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي