• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د دغه سازمان د بشري حقونو شورا به (د غبرګولي ۲۹مه) د سې شنبې په ورځ په خپله ۵۶مه غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي. په دې غونډه کې به د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بېنېټ به په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې ویلي وو، چې د «طالبانو له‌خوا د افغان ښځو د ځورونې ټکان ورکوونکې او زیاتېدونکې ځورونې» په اړه د ریچارډ بېنېټ نوی راپور څرګند او انتقادي دی.
هېدر بار وویل، چې ملګرو ملتونو هم د طالبانو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي راپور له پامه غورځولی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان هم پر هېوادونو غږ کړی، چې د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې دې د طالبانو د جنایتونو د ځوابولو او څېړلو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی