افغانستان د نړۍوال جام د غوره اتو لوبډلو پړاو کې لومړۍ لوبه دوه ورځې وروسته له هند سره کوي

افغان لوبډله د نړۍوال جام د غوره اتو لوبډلو په لومړي ګروپ کې راغلې او په دې پړاو کې درې لوبې تر سره کوي. افغانستان د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام کې له شلو لوبډلو څخه د غوره اتو لوبډلو (د نړۍوال جام لوبو دویم پړاو) ته لاره پیدا کړه.