واشنګټن پوسټ: امریکا اسراییل ته ۵۰ اېف ۱۵ جنګي الوتکې ورکوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

واشنګټن پوسټ د درېیو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند دوو جګپوړو غړو پر اسراییل د درنو وسلو د پلورلو هوکړه کړې.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا له لوري د اسراییلو په ملاتړ کې د ۱۵ مېلیارډ ډالرو په ارزښت ۵۰ اېف ۱۵ جنګي الوتکې هم شاملې دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې ګرېګوري مېکس او سناتور بېن کارډین چې پخوا یې پر اسراییل د وسلو د پلور مخالفت کاوه؛ خو اوس یې د جوبایډن د ادارې تر فشار لاندې دا تړون لاسلیک کړی دی.
د امریکا مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د اړیکو رییس اېرېک هاریس واشنګټن پوسټ ته وویل:« د بېن کارډین هره مسله یا اندېښنه له حکومت سره د روانو مشورو له لارې حل شوې، له همدې امله هغه مناسبه وګڼله چې دا مسله هم پر مخ یوسي.»
همدارنګه ګرېګوري مېکس هم واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې هغه له سپینې ماڼۍ سره له نږدې په اړیکه کې دی او له سپينې ماڼۍ یې غوښتي چې پر اسراییل فشار راوړي چې بشري هڅې وکړي او په غزه کې د ملکي تلفاتو کچه راکمه کړي.
د متحده ایالاتو د کانګرس د څلورو غړو په منځ کې ګرېګوري مېکس او بېن کارډین هغه دوه استازي وو، چې کولای شوای پر بهرنیانو د پوځي وسایلو خرڅلاو ویټو یا رد کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له اسراییل څخه د ملاتړ له امله چې په غزه کې د اتو میاشتو بریدونو په پایله کې له ۳۷ زره څخه د ډېرو کسانو د وژل کېدو او د ۲.۳ مېلیونو وګړو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی دی، د ډیموکراټ ګوند د غړو له‌خوا سخت تر فشار لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو