حنفي: که په موږ کې شرعي نیمګړتیاوې وي، ویې وايئ د اصلاح په نیت پرې له زړه خوشالیږو

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر وایي، که په دې ډله کې «شرعي خامیاني وي د اصلاح په نیت ورته وویل شي،له زړه پرې خوشالېږي.» خالد حنفي زیاتوي، چې که طالبانو کې هر ډول نیمګړتیاوې وي باید د دې ډلې د اصلاح لپاره وویل شي. د نوموړي دا خبرې د دې وزارت په اېکس کې خپرې شوې دي.

حنفي په دې غونډه کې د اسلام د دویم خلیفه په تړاو د یوې ښځې د نیوکې په یادولو سره د بیان ازادۍ ته په اشاره وایي: «ستاسو د یقین لپاره قسم خورم چې که په مونږ کې کومې خامیانې وي که په شرعي وي، خفګان نشته مونږ ته ووایی خوشالیږو.»
ښاغلی حنفي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کوي، چې دا ډله د خلکو هیڅ ډول نیوکه، سلا او مشوره نه مني.
د دې ترڅنګ، د بیان ازادي چې د جمهوریت د وخت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه وه، له تېرو نېږدې درېو کلونو راهیسي له خلکو اخیستل شوط او پرې پراخ بندیزونه لګېدلي دي.
د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکړل شي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس شي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.