بې پولې ډاکټران: د ځانګړې پاملرنې نشتوالي نوي زیږېدلي افغان ماشومان له ګواښ سره مخ کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

بې پولې ډاکتران وايي، په افغانستان کې روغتيايي مرکزونه د کارکوونکو د معاش نه ورکړې، درملو، روغتیايي وسايلو او سون توکو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
د نویو زېږیدلو ماشومانو لپاره د ځانګړې پاملرنې مرکزونو کې د اوږدې مودې مرستې نشتوالي دوی زیانمن کړي دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په ځانګړي ډول په بلخ ولایت کې د عامې روغتیا مرکزونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د مزارشريف حوزوي روغتون په بلخ ولايت کې يواځینی روغتون دی چې د ګاونډيو ولايتونو د ناروغان درملنه هم په کې کیږي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه له ۱۴۰۲ کال راهیسې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په دغه روغتون کې د ماشومانو له څانګې سره مرسته کوي او دا مهال د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه تر خپل پوښښ لاندې لري.
دغه سازمان وویل چې یاد روغتون د سرچینو د نشت له امله د لویو ستونزو سره مخامخ شوي، چې د ناروغانو د پالنې وړتیا یې له لاسه ورکړې او په دې برخه یې منفي اغېزې کړې.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو له مخې له نورو ښارونو څخه د ناروغانو اوږده واټن، د کارکوونکو او روغتیایي وسایلو کمښت نورې هغه ستونزې دي چې د بلخ ولایتي روغتون ورسره مخ دی.
د ماشومانو پالنه په کړکېچن حالت کې ده، ځینې ماشومان د لرې واټن یا روغتیایي مرکزونو ته د ناوخته راتګ له امله مړه کیږي.
د روان کال په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم ویلي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د ګڼو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو