د ایبک - مزار شریف پر لار په ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او اته ټپیان دي

د طالبانو چارواکي وايي، چې د ایبک - مزار شریف پر لویه لار په یوې ترافیکي پېښې کې یو کس مړ شوی او اته نور سخت ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې؛ دا پېښه نن تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې یوه موټر او موټرسایکل سره ټکر وکړ او موټر چپه شو.
که څه هم ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي؛ خو د پنځو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اختر په شپو او ورځو کې ترافیکي پېښې د ګڼې ګوڼې او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله زیاتېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ په فاریاب، لغمان او تخار ولایتونو کې د څو ترافیکي پېښو له امله د ۲۵ کسانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی و.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه شتون او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ترافیکو پېښو لاملونه بلل کیږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو، چې هرات، غزني او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې سږکال پکې ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.