• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د کورنیو چارو وزیره: هڅه کوو چې خطرناک اسلامپاله افغانان افغانستان ته واستوو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي د «مجرمو» افغانانو د اېستلو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل: «مونږ سخت کار کوو چې ډاډ تر لاسه کړو چې یو ځل بیا خطرناک اسلامپاله جنایتکاران افغانستان ته واستوو.»

د جرمني رسنیو د راپور له مخې؛ د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران او د جرمني فېډرالي حکومت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د «جنایتکاره» افغان کډوالو د اېستلو پر څرنګوالي خبرې وکړي.

نانسي فایزر ټینګار وکړ، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو کسانو د شړلو په اړه پټې خبرې اترې هم روانې دي.

هغې دا پرېکړه د جرمني امنیتي ګټو ته لومړیتوب بللې ده.

تر دې مخکې شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د جرمني چارواکو له ازبکستان سره د مجرمو افغانانو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.

په دې وروستیو کې د جرمني په ځینو ښارونو کې یو شمېر افغانانو د دغه هېواد پر اتباعو او پولیسو د چاقو بریدونه کړي دي.

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) ویلي و، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ فوټبال سیالیو د پرانستې لوبې پر مهال یو افغان وروسته له هغه په ډزو وویشت چې خپل یو هېوادوال یې وواژه.

د جرمني پوليسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) وویل، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) یو ٢٥ کلن ځوان سليمان عطایي په مانهايم ښار کې داسلام دمقدسينو په يوې غونډې په بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: له پاکستان ځینې ستانه شوي کډوال په افغانستان کې سېلاب بې ځایه کړل

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، چې له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي ځینې کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښت له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دا اداره وايي، چې د پاکستان حکومت د تېر کال له اکتوبر را هیسې تر پنځو لکو ډېر افغان کډوال ستنولو ته اړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن خپل اېکس کې د یوې ویډیو خپرولو سره ویلي، چې په ستنو شویو کډوالو کې ځینې بیا د وروستي ورښت له امله بې ځایه شوي دي.

په دې ویډیو کې یوه ستنه شوې افغانه وایي، چې نږدې اته میاشتې مخکې له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شول؛ خو دلته هم په امن پاتې نه شول او اقلیمي بدلون بې ځایه کړل: «سېلاب راغی، همسایه غږ وکړ، موږ ووتلو، سېلاب مو ټول کور یوړو، هېڅ را ته پاتې نه شول.»

نوموړې وايي، چې اوس د سېلاب له امله بیا کډوال شوي دي.

په افغانستان کې سېلابونو تېرو دوو میاشتو کې تر نورو ولایتونو بغلان، غور او هرات ډېر وځپل.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې دغو سېلابونو تېره میاشت لږ تر لږه ۳۴۷ تنه وژلي او له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د دې ادارې د تېرې اونۍ د راپور له مخې؛ دا ځپل شوي کسان هر ډول مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړه.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وویل، چې د روانې جون میاشتې تر ۱۱ تر شپږ لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

جرمني رسنیو د یوې پنځلس کلنې افغانې نجلۍ د جسد د موندلو خبر ورکړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ورمز په ښار کې د راین سیند پر غاړه د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

پولیسو د دغې نجلۍ پلار د هغې د وژنې په تور نیولی دی.

د دغه ښار قاضي وویل؛ شونې ده چې دغه پلار خپله لور د هغې د ژوندانه د سبک له امله وژلې وي.

یو جرمني ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه ځوانه افغانه نجلۍ غالباً د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د راین د سیند پر غاړه وژل شوې ده.

د قرباني مور د دوشنبې په سهار پولیسو ته خبر ورکړ، چې ښايي پلار یې هغه وژلې وي.

د جرمني رسنیو ویلي، پولیسو د دوشنبې په ماښام د دغې افغانې نجلۍ مړی د راین سیند پر غاړه موندلی دی.

د جرمني بیلډ ورځپاڼې د دغه ښار د یوه قاضي له خولې ویلي، چې د دغې افغانې نجلۍ مور لومړی خپل مېړه د خپلې لور په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ؛ خو پولیسو هغه په ​​قتل کې د لاس لرلو په تور ونیوله.

د ماینز د ولسوالۍ په محکمه کې یو قاضي وویل: "دا شک کیږي چې مور او پلار خپله لور ځکه وژلې ده، چې دوی د خپلې لور له ژوند سره موافق نه وو."

تر دې مخکې د دغې نجلۍ پلار د کورني تاوتریخوالي په تور نیول شوی و.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په هکله د ریچارډ بېنېټ راپور د «اذهانو خرابوونکی» بولي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر راپور د دوحې د راتلونکې ناستې په درشل کې د «اذهانو د خرابېدو هڅه» بولي. ریچارد بېنېټ له ښځو سره د طالبانو «جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت» بولي او وايي، د مېرمنو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه کارېږي.

ریچارډ بېنېت پرون د ملګرو ملتونو بشري حقونو د شورا ۵۶مې ناستې په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه ځیني وړاندیزونه هم کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد نن پر خپله اېکس پاڼه دې راپور ته غبرګون کې ویلي، چې پر دوی د فشار او دسيسو هڅې نتیجه نه ورکوي.

هغه په دې اړوند زياتوي: «، د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا ازمویل دي. هیله ده چې نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مه غونډه کې پرون په جينوا کې د بشري حقونو د شورا په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

دې شورا ته په خپل راپور کې ریچارډ بېنېت ویلي، نړیواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د هغوی ځپل «د طالبانو د اېډیولوژۍ او حکومت په زړه کې ځای لري.»

د اکثرو هېوادونو استازو د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه له عامه ډګر څخه د ښځو د ویستلو په اړه د پراخې او منظمې سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل، چې خپلي نړیوالې ژمنې مراعت او د ښځو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته لري. د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغې ناستې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

دغه ناسته به د جمعې په ورځ (د چنګاښ په لومړۍ نېټه) د نیویارک په وخت د سهار په ۱۰ بجو او د کابل په ځايي وخت په ۶:۳۰ بجو پیل شي.
تر دې وړاندې تېره ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ناستې ته د خپل راپور جزییات وړاندې کړل.
په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ښځو بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د دوی پر زده‌کړو او کار لګېدلي ټول بندیزونه دې لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې ناستې شاوخوا لس ورځې وروسته به د دغه سازمان په کوربه‌توب د دوحې ناسته هم پیل شيي.

د دوحې ناسته د (چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه) جوړېږي.

په دغه ناسته کې د مدني ټولنو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو طالبان په دغه ناسته کې ګډون کوي.

له پاکستانه ستانه شوي کډوال: موږ اختر په خورا بې وزلۍ او له سرپناه پرته تېروو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۸ GMT+۱

له پاکستانه ستانه شوي افغان کډوال وایي، دا د دوی دویم اختر دی چې په خورا بې‌وزلۍ کې تېرېږي. له پاکستانه ستانه شوي ګڼ کډوال لا هم په ننګرهار ولایت کې د کډوالو په پنډغالي کې په خېمو کې شپې سبا کوي.

دغه کډوال د طالبانو له حکومته د خپلو کورنیو لپاره د سرپناو غوښتنه کوي.

د اجمل په نوم یو ستون شوی کډوال وایي:« له تېر نومبر راهیسې دلته په پنډغالي کې اوسېږو، موږ خپلې کورنۍ ته سرپناه غواړو. طالبان دې ټولو کډوالو ته سرپناوې برابرې کړي.»
هغه وایي، چې د خوراکي توکو د پېر توان هم نه لري او د اختر ورځې په خورا بې‌وزلۍ کې پرې تېرېږي « د خوراکي توکو د پېرلو توان نلرو، ماشومان مې له ما جامې غواړي او ما سره یې د پېرلو پیسې نشته.»

هغه وایي، په پاکستان کې یې په یو نیم کار کولو یو څه عاید ترلاسه کول؛ خو اوس له څو میاشتو راهیسې وزګاره دی.
د پاکستان حکومت له‌خوا دغو افغانانو ته له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته په تېر نومبر کې په سلګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شول، چې ګڼ شمېر یې لاهم په پنډغالو کې اوسېږي.
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د کډوالو د ورتګ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
ډېری دغه کډوال له افغانستانه د اقتصادي، اقلیمي بدلون او بشري ناورینونو له امله په ګاونډیو هېوادونه کې مېشت شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر کال ویلي و، چې افغانان د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو کسانو درېیمه لویه برخه جوړوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې شاوخوا اته مېلیونه افغانانو د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې ژوند کاوه.
یوه اونۍ وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده «د ناقانونه وګړو» پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولای دغسې خلک په خپل هېواد کې وزغمي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز هم په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي هم راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷،۱۶۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.