• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باوري سرچینې: د ټي ټي پي یو قوماندان په کونړ کې وژل شوی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۰ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، د مولانا حکیم الله په نوم د ټي ټي پي یو قوماندان د افغانستان په کونړ ولایت کې نا څرګندو وسله والو په ډزو وژلی. ويل کیږي، دغه قوماندان د خیبرپښتونخوا د ملاکنډ ډویژن لپاره د ټي ټي پي د کمیسیون غړی و.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (غبرګولي۳۰مه) وویل چې د تحریک طالبان پاکستان دغه جګپوړی قوماندان لومړی د کونړ ولایت له سرحدي ولسوالۍ دانګام څخه تښتول شوی او بیا د شنبې په ورځ د روانې میاشتې ۲۶مه په مرموز ډول وژل شوی و.
سرچینې وايي، د دغه قوماندان مړی د کونړ ولایت مرکز اسداباد په نږدې سیمو کې موندل شوی.
ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ټي ټي پي یو شمېر کسان په نښه او وژل شوي.
په دې وروستيو کې په کونړ، خوست، کندهار، پکتيکا او غزني کې د ټي ټي پي يو شمېر مشران په نښه شوي او وژل شوي خو د طالبانو حکومت په دې اړه چوپه خوله پاتې دی.
د پاکستان حکومت او پوځ تل د طالبانو حکومت تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پټنځایونه ورکړي او د ټي ټي پي وسله واله ډله له هغه ځایه د پاکستان په نا امنه کولو بوخته ده.
ځینو طالب چارواکو له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو کتنو پر مهال هغوی ته ژمنه ورکړې چې د ټي ټي پي کسان به په افغانستان کې فعالیت ته نه پریږدي او له پاکستان سره به ښه ګاونډيتوب پالي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی