پاکستان کې د خبریالانو وژنې؛ په شپږو میاشتو کې شپږ خبریالان وژل شوي

راپورونه وايي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیله د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې شپږ خبریالان وژل شوي، چې وروستۍ پېښه کې د خیبرنیوز خبریال وسله والو په ډزو وواژه. ويل کیږي، په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر خبریالانو ته نامعلومو کسانو پر ټیلیفون د مرګ ګواښونه هم کړي دي.