• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت‌وال: د پرلت د مرکزي کمیټې بنديان شوي غړي په زندان کې ربړول کېږي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌وال د پاکستان په زندان کې د پرلت بنديان شويو غړو د ربړولو په اړه اندېښنه لري او وايي، حکومت غواړي په دغه شان چارو سره د دوی نهه میاشتینی پرلت پای ته ورسوي.

بل خوا تمه کېږي، چې نن د محمود خان اڅکزي په ګډون ځیني نور سیاسي مشران او د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون غړي به هم په پرلت کې ګډون وکړي.

د چمن پرلت وهونکي وايي، له اختر وړاندې د بلوچستان محکمې د پرلت د مرکزي کمیتې د شپږ تنو غړو د نېولو او په زندان کې د جرمونو په څانګه کې د هغوی د بندي کولو پرېکړه کړې وه.
خو دا مهال ګڼ پرلت‌وال په زندان کې د خپلو ملګرو د ربړولو په اړه اندېښمن دي.
د پرلت د کمیټې یو غړی شېرعلي وايي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پر پرلت شوي برید کې څلوېښت کسان ټپیان او یو ماشوم مړ شوی و.
نوموړی وايي، دمګړۍ د پرلت کمیټې شپږ تنه بندي غړي په زندان کې تر سختو ربړونو لاندې دي.
تمه ده، چې نن پنج شنبه د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پاکستان د حکومت اپوزیسیون د غړو ګوندونو مشران هم په پرلت کې ویناوې وکړي.
د پرلت د کمیټې غړی منډولی د اپوزیسیون له مشرانو غوښتنه کوي، چې د کوټې د اسمبلۍ او کوټې کراچۍ عمومي لارې بندېدو کې ورسره همکاري وکړي او په دې توګه حکومت اړ کړي چې له خپلو پرېکړو پر شا شي.
نوموړی وایي:« مشران باید داسې ګام پورته کړي، چې د کوټې د اسمبلۍ مخه او د کراچۍ کوتې لاره بنده کړي چې په دې توګه حکومت مذاکراتو ته اړ شي او خپلې پرېکړې بدلې کړي او له خلکو غوښتنه کوو، چې باید د حکومت له وېرې پرته په پرلت کې ګډون وکړي.»
همدارنګه د پرلت کمیټې یو بل غړی امیر محمد خان وايي، د پاکستاني ادارو له لوري پر پرلت د برید تر سره کېدو خبر ورکول شوی.
نوموړی وايي، ځايي استخباراتي ادارو ورته ویلي، چې پر پرلت د نامعلومو کسانو له لوري برید تر سره کېږي.
نوموړی وايي: «که هره امنیتي پېښه وشوه، مسوولیت به یې د پاکستان حکومت او د چمن ځايي امنیتي چارواکو پر غاړه دی، حکومت غواړي خلک ووېروي، چې په پرلت کې له ګډونه ډډه وکړي.»
د پاکستان حکومت د سپین بولدک - چمن پر دروازه پاسپورټ جبري کړی؛ خو د چمن ځايي اوسېدونکو او سوداګرو یې په غبرګون کې د تېرو نهو میاشتو راهیسې د اعتراض په ډول دغه پرلت وهلی دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل