یو هندی وايي په روغتون کې یې له رضایت پرته جنسیت تغیر او ښځه شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د هند په اترپردېش ایالت کې یو سړی ادعا کوي، چې په ​​یوه سیمه ییز روغتون کې یې له رضایت پرته د جنسيت تغیرولو عملیات شوي او تناسلي اله یې ترې اېستلی ده.

انډیا ټوډې لیکلي چې ۲۰ کلن مجاهد په یوه سړي تور پورې کړی، چې له ده سره یې د واده کولو په خاطر دا عملیات کړي دي.

روغتون د مجاهد ادعا رد کړې ده.

د انډیا ټوډې هندي رسنۍ د مجاهد په اړه لیکلي، چې نوموړی د هغه کس له خوا روغتون ته وړل شوی، چې په وروستیو کې یې ځوراوه هم.

د مظفرنګر ښار اوسېدونکى دغه ځوان زياته کړه، چې سهار کله په روغتون کې له عملياتو وروسته له خوبه پاڅېده، پوه شو، چې تناسلي اله يې پرې شوې ده.

د دغه ځوان په وینا، کله چې یې هوش راغی، د امپرکاش په نوم هغه کس چې روغتون ته یې بوتلی و، ورته وویل چې اوس ښځه ده، لکنو ته به یې بوځي او واده به ور سره کوي.

مجاهد زیاته کړه، چې امپرکاش ورته ویلي، چې که له دې غوښتنې سره مخالفت وکړي پلار به یې ووژني.

هغه ادعا وکړه، چې د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د امپرکاش په همکارۍ د جندر د تغیر عملیات وکړل.

انډیا ټوډې لیکلي، چې پولیسو امپرکاش د غبرګولي په ۱۶مه د مجاهد د پلار له شکایت وروسته نیولی دی.

په ورته وخت کې د بزګرانو د اتحاديې غړو د روغتون د ودانۍ مخې ته لاريون پيل کړی او پوليس يې په دې برخه کې په پلټنو کې په بې غورۍ تورن کړي.

د دې اتحاديې يو مشر د روغتون ډاکټران د بدن د غړو په ناقانونه سوداګرۍ کې په لاس لرلو تورنوي.

د روغتون غبرګون

د مظفر نگر سیمه ییز روغتون د دې ځوان هندي ادعا ردوي چې د هغه له رضایت پرته یې د جنسیت د تغیرولو جراحي کړې.

د دغه روغتون يو تن مدير وويل چې مجاهد له دوو مياشتو راهيسې په منظم ډول په دغه روغتون کې د پلاستيک جراح له ډاکټر رضا فاروقي تداوي کوله.

کرتي ګوسوامي وویل چې سړي خپل ځان د یوې میرمنې په توګه ور پېژاند او غوښتل یې چې د جندر د تغیرولو عملیات وکړي.

ښاغلي ګوسوامي زیاته کړه چې د درملنې ډاکټر ښاغلی مجاهد د معایناتو لپاره د رواني ناروغیو متخصص ته هم معرفي کړی و، چې د جنسیت د تغیرولو جراحي لپاره یو شرط دی.

د دغه ډاکټر په خبره، د مجاهد روحي وضعیت یې مناسب بلل شوی دی.

د دغه روغتون چارواکي زیاته کړه، چې مجاهد د غبرګولي په څلورمه روغتون ته ورغی او د همدې میاشتې په شپږمه یې عملیات ترسره شول.

هغه دا هم وویل چې روغتون د مجاهد یوه ویډیو لري، چې له عملیاتو مخکې د خپل جندر د تغیرولو په اړه خبرې کوي، خو دا ویډیو لا نه ده خپره شوې.

نور خبرونه

رادیو