• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او امریکا د هستوي خبرو پر سر پنځه کلن ځنډېدلی بهیر بیا له سره پیل کړ

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې چین او امریکا پنځه کاله وروسته، د هستوي مسلو پر سر ځنډېدلی بهیر په نیمه رسمي ډول بیا له سره پیل کړ. دغه خبري اژانس د امریکا د دوو استازو له قوله چې په دغه بهیر کې یې برخه لرله راپور ورکړی، چې دغه خبرې اترې په تېرې مارچ میاشت کې پیل شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې چینايي استازو د خپلو امریکايي سیالانو د اندېښنو په ځواب کې ویلي، چې که د تایوان سره جګړه پیلېږي؛ نو له هستوي وسلو به کار نه اخېستل کېږي.
راپور وايي، امریکايي چارواکو اندېښنه لرله چې که چین د ټایوان سره په جګړه کې له ماتې سره مخامخ کېږي؛ نو ښايي چې له هستوي وسلو کار واخلي او یا د دغو وسلو په کارولو ګواښونه وکړي.
دا رنګه چینايي مرکچیانو امریکايي لوري ته ویلي، که د ټایوان سره د دوی جګړه پیلېږي؛ نو دوی کولای شي له هستوی وسلو پرته د شته وسلو په کارولو هم بریالیتوب ته ورسېږي.
دغه نیمه رسمي خبرې اترې د چین او امریکا تر منځ ترسره کېږي او په هغو کې به پوهان د خپلو دولتونو د دریځونو په اړه خبرې کوي، چې د «دویم بهیر» په نامه یادېږي.
په دې برخه کې د دواړو خواوو یا دوو دولتونو د چارواکو تر منځ رسمي خبرې «د لومړي بهیر» په نامه یادېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د «دویم بهیر» په دوه ورځنیو خبرو اترو کې شپږو پخوانیو امریکايي چارواکو او پوهانو د چین د شانګهای په ښار کې برخه لرله او د چین له‌خوا د هغه هېواد د ازادي غوښتونکي پوځ پخوانیو چارواکو ګډون کړی و.
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې لیکلي، چې دغه خبرې اترې کېدای شي «ګټورې» وي. که څه هم چې دغه وزارت په دغو خبرو کې ونډه نه لرله؛ خو په اړه یې مالومات درلودل.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي