د بشري حقونو د څار ادارې له دوحې غونډې د ښځو اېستل حیرانوونکي بللي

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشر ې د ښځو د حقونو د موضوع د لرې کولو او دوحې غونډې ته د ښځو د نه بللو خبره «حیرانوونکې» وبلله. تیرانا حسن له دې ناستې د ښځو پر اېستلو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل دا کار طالبانو ته مشروعیت ور کوي او د ملګرو ملتونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.