د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان د ۱۷۰ زره تقاعد شویو دولتي کارکوونکو معاشونه نه ورکوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل نوي راپور کې وايي، چې طالبان د ۱۷۰ زره متقاعدو دولتي کارکوونکو معاشونه نه ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د اپریل په ۲۰ طالب ځواکونو په کابل کې د شاوخوا سلو متقاعدو دولتي کارکوونکو یوه غونډه کډوډه کړه.

دغه کسان په یوه سوله ییز لاریون کې راغونډ شوي وو، چې له طالبانو څخه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې امر وکړ، چې د حکومت ټولو نظامي او ملکي ادارو ته دې د تقاعد معاش نه ورکول کیږي. دا فرمان په دې معنا دی، چې په افغانستان کې به هیڅ دولتي کارکوونکی تقاعد نه لري.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ملکي مامورین یې تقاعد نه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو مشر په دغه فرمان کې د هغو ۱۷۰ زره متقاعدینو یادونه نه ده کړې، چې حکومت یې د کار د کلونو په ترڅ کې د تقاعد په نوم د هغوی د معاش یوه برخه کمه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو