• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې پنځه تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۱۷ GMT+۱

چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې چې د امنیتي ځواکونو د کتار د تېرېدو پر مهال وشوه، له امله یې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

دغه پېښه د جمعې په ورځ ناوخته ډیورند کرښې ته څېرمه په کورمې ولسوالۍ کې شوې، په دغه سیمه کې له څو کالو راهیسې د طالبانو پاخه سنګرونه جوړ شوي وو.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د چاودنې په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پيل کړي چې هلته شته «ترهګر له منځه یوسي او د دغې پېښې ترسره کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.»
تر دې مهاله هیچا او هیڅ کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې؛ خو تر ډېره په ورته پېښو پاکستانی پوځ د دغو چاودنو د پړې ګوته ټي‌ټي‌پي ډلې ته نیسي، چې د افغان طالبانو له ملاتړه برخمن دي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د پاکستان د طالبانو تحریک زیات شمېر غړي افغانستان ته تللي او له هغه ځایه په سیمه کې جګړه‌ییز فعالیتونه تنظیموي او تر ډېره د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
دا رنګه د جمعې په ورځ به یوې بلې پېښه کې بلوڅ بېلتون پالو ۱۰ تنه سېلانیان له بلوجستان صوبې څخه تښتولي او یو نا مالوم ځای ته یې لېږدولي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، د دغو تښتول شویو سېلانیانو د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
بلوڅ بېلتون پالې ډلې چې د دوه لسیزو را په دې خوا په سیمه کې وسله‌وال فعالیت لري د دغو کسانو برمته کول یې منلي؛ خو په دې اړه یې زیات جزییات نه دي ورکړي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي