د پاکستان استازی: د کړو ژمنو سره افغان‬⁩ طالبانو د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې کوم ګام نه‌دی اخيستی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم د دغه سازمان امنیت شورا ناستې ته ويلي، چې په افغانستان کې ځیني ترهکرې ډلې لکه؛ د پاکستان تحریک طالبان، داعش او القاعده ډله فعاله ده.

هغه وایي، د کړو ژمنو سره، سره افغان‬⁩ طالبانو د ټي‌ټي‌پي‬⁩ پر وړاندې اړین ګامونه نه دي اخيستي.
د هغه په وینا، د پولي بلې غاړې څخه د ټي‌ټي‌پي ⁦‪په بریدونو کې په سلګونو امنيتي کسان او ولسي خلک وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، پاکستان په وار، وار افغان طالبانو ته ويلي چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي او د دغې ډلې غړي دې د پاکستان حکومت ته وسپاري.
هغه وایي، د پاکستان پولو ته څېرمه د ټي‌ټي‌پي خوندي مرکزونه لا هم په پخواني حال پاتې دي.
هغه ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له طالبانو وغواړي چې له ټي‌ټي‌پي سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د هغه په وینا، د طالبانو سیاستونه له نړۍوال اسلامي قانون سره په ټکر کې دي.
دا هغه څرګندونې دي، چې په وار، وار د افغان طالبانو له‌خوا ردې شوې دي.
له بل پلوه تېره ورځ د پښتونخوا پښتون سیاست‌وال او د عوامي نېشنل ګوند د خیبرپښتونخوا صوبایي مشر اېمل ولي خان ويلي و، چې ټي‌ټي‌پي يو ځلې بيا د ټول ملاکنډ سيمې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره چمتوالی نیسي.
هغه ویلي، د ملاکنډ د نيولو لپاره د افغانستان په نورستان ولايت کې يو لوى ځواک چمتو شوى دى.