محمود خان اڅکزی: که پر افغانستان نوې جګړه وتپل شي، نو سیمه به د اور په لمبو وسوځي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د نړۍ «زورواکي او مغرور» دولتونه غواړي چې خپل زور یو ځل بیا زموږ پر سیمو وازمایي؛ خو که داسې وکړي، نو پایلې به یې ویجاړوونکې او له ناورینه ډکې وي.