طالبانو کورنيو چارو وزارت وایي د خلکو د شخصي موبایلونو د خونديتوب لپاره یې سیسټم جوړ کړی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د دوی د تخنیکي چارو ادارې د خلکو د شخصي موبایلونو د خونديتوب لپاره پرمختللی الکټرونيکي سیستم جوړ کړی.

عبدالمتین قانع زياتوي، چې هڅه کوي دا سيسټم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عملي کړي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د تېر یوه کال په جريان کې د خلکو د شخصي موبایلونو د خونديتوب سیسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي موبایلونه پېدا کړي او اصلي خاوندانو ته یې سپارلي دي.

طالبانو څه موده مخکې په دې سیسټم کې خلکو ته د ټلیفونونو د ثبت فورمې هم وېشلي او له خلکو یې غوښتي، چې خپل موبایلونه راجسټر کړي.

وړاندې تر دې طالبانو ويلي وو، چې دوی غواړي په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو سيم کارټونه هم راجسټر کړي؛ تر څو له دې لارې د تاوتريخوالي او پېښو د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

نور خبرونه

رادیو