عزیزي: د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او د صنعتي پارکونو د ځمکو وېش به هم پیل شي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، چې د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نېږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش بهیر هم پیل شي. نورالدین عزیزي نن د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ متقاضیانو له دې وزارته غوښتي، چې د هېواد په ټولو زونونو کې فابریکې جوړوي.