د کرېکټ د نړۍ پخواني ستوري: افغان لوبډله خپل کلک هوډ او عزم تر نیمه پایلوبې ورسوله

د کرېکټ د نړۍ له نامتو او افسانوي لوبغاړو نیولي د بالیووډ تر ستورو پورې په اته غوره پړاو سیالیو کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او نیمه پایلوبې ته په تګ سره د افغان لوبډلې هوډ او مهارتونه ستايل شوي دي.