ریچارډ بنېټ: په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او له ښځو سره د جنسیتي توپیر له مخې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی.