کرېکټ‌بورډ: د افغانستان او سوېلي افریقا لوبه د کابل په ملي لوبغالي کې پر لوی سکرین خپریږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د افغانستان او سوېلي افریقا نیمه پایلوبه د کابل په ملي لوبغالي کې پر لوی سکرین خپريږي. کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې لومړۍ لوبه سبا د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ ځايي وخت سهار ۵ بجې پیلېږي.