طالبان: بدخشان کې سېلابونو ۳۰ کورونه ویجاړ او سلګونه جرېبه ځمکه یې زیانمنه کړې

د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني رسنیز دفتر وايي، چې تېره ورځ چهارشنبه ناوخته سېلابونو د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په جخان سیمه کې ۳۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده. وايي تر اوسه پورې د سر زیان خبر نه دی ورکړل شوی.