د چین استازي په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. جوشیا ینګ له ایراني رسنۍ ایراف سره په مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د «افغانانو کلتور او د هغوی د کورنیو چارو د سمبالولو څرنګوالي ته» درناوی وکړي.