هېدر بار: ملګري ملتونه طالبان په سوال دوحې ته وربولي، خو د مېرمنو پر ونډې بیا سترګې پټوي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هېدر بار د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د نه وربللو له امله د ملګرو ملتونو پر چلند نیوکه وکړه. هغې وویل، چې ملګري ملتونه طالبانو ته سوال زارۍ کوي؛ خو د مېرمنو غوښتنو ته بیا منفي ځواب ورکوي.