• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل:ملګري ملتونه طالبانو ته له خپلو اساسي اصولو تېر شول

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د دوحې غونډې ته طالب پلاوي تلو ته په اشاره وايي، د ملګرو ملتونو سازمان د دې ډلې لپاره له خپلو اساسي اصولو تېر شو. رحمت الله نبیل څو ورځې وړاندې هم ویلي و، ټام وېست او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه چوپه خوله دي.

د افغانستان پخواني د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل نن په خپله اېکس پاڼه کې دوحې ته د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالب د پلاوي د تګ د عکس خپرولو سره نن بیا په دغه غونډه کې د دوی د ګډون له امله پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې ده.

نبیل لیکلي «بې له شکه، د خلیلزاد په مشرۍ د دوحې ناستې او په هغه پسې د دوحې د دریمه ناسته له نیابتي ډلو سره د خبرو استازیتوب کوي.»

رحمت الله د یادښت په پای کې د دوحې د راتلونکې درېمې ناستې په اړه لیکلي چې «دې غونډو کې سیمه ییز او ناسیمه ییز قدرتونه د خپلو پټو او نیابتي ګټو لپاره چنې وهي، نه د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره!»

د نوموړي تر دې څرګندونو ګړۍ مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډې ته د دې ډلې د پلاوي د روانېدو خبر ور کړ.

د قطر پلازمېنه دوحه کې دا دریمه غونډه سبا د دوو ورځو لپاره پیلېږي او په لومړي ځل پکې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی ګډون کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغان فوټسال ۱۷ او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره د کډوالو لوبغاړو انتخابولو کمپ پای ته ورسېد

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو لوبغاړو د فوټسال روزنیز او انتخابي کمپ پای ته ورسېد. په دې کمپ کې د افغان فوتسال د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي محسن رضايي د افغانستان د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره ۶۰ لوبغاړي غوره کړل.

دغه تمریناتي کمپ د ایران پلازمېنې ته څېرمه په قم ښار کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي محسن رضايي او د دغه ټیم د مرستیال روزونکي شکرالله مومند په مشرۍ د افغان کډوالو فوټسال لوبغاړو لپاره جوړ شوی و.

د کمپ په لومړي پړاو کې ۶۰ لوبغاړي وټاکل شول.

100%

د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو شېبې مخکې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره د دوحې غونډې ته د دې ډلې د پلاوي د روانېدو خبر ور کړ. د قطر پلازمېنه دوحه کې دا دریمه غونډه سبا د دوو ورځو لپاره پیلېږي او په لومړي ځل پکې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی ګډون کوي.

هغه انځور چې له روانېدو ذبیخ الله محاهد په خپل اېکس کې خپور کړی، د نوموړي او سهیل شاهین په ګډون د دې ډلې پنځه غړي ښيي.

ښاغلي محاهد له دې انځور سره لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت استازي د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شول.»

ښاغلي مجاهد دوحې ته تر روانېدو څو ګړۍ مخکې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، په دغه ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی ځینې شرایط ومنل، خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.
هغه دا رنګه ویلي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او له ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.
له دې سره یې له نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:« موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.»

تېره اونۍ د پلاوي ټاکلو سره طالبانو وویل، چې پر مجاهد سربېره به د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک استازي په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د افغانستان بانک رییس د اسلامي مالي خدمتونو غونډه کې د کډون لپاره جیبوټي ته لاړ

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د افغانستان بانګ رییس هدایت الله بدری د اسلامي مالي خدمتونو بورډ ۲۲مه کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره جیبوټي ته نن روان شو. د افغاستان بانک وايي، دا غونډه د ۲ ورځو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د جیبوټي د مرکزي بانک له لوري جوړېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خپله برېښنا پاڼه کې جیبوټي ته له روانېدو وړاندې د هدایت الله بدري او مل پلاوي انځور خپور کړی دی.

د جولای په لومړۍ او دوهمه نېټه په غه دوه ورځنۍ غونډه کې د بورډ د تېر کال پر اجراتو او مالي راپورونو بحثونه کېږي او بیا به تصویب شي.

طالبان وايي، په دغه ناسته کې به د بورډ غړي هېوادونه د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو مغایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه وشي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي.

دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې په برخه کې د هغو مؤسساتو لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت په برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.

د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانګ تایدوي چې د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړیتوب لري.

ترکمنستان د افغان ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربتوب ته تیاريږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سږ کال به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف او د افغانستان لپاره د چین استازي ویوشیا یونګ د دې غونډه په اړه خبرې کړې دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې د چمتووالي په اړه د نظرونه تبادله کړه.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو ټینګار وکړ، چې د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب د اصولو په رعایت سره به د افغانستان له اقتصادي بیارغونې سره بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، چې نړیوالې غونډې د افغانستان د ثبات لپاره مهمې دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه.

په هغه غونډه کې د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

اسناد:‌ د طالبانو واک کې د افغان سرې میاشتې مشر او مرستیال یې پر ګمارنو اختلافات سره لري

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې رسېدلي څلور مکتوبونه ښيي، چې د دې ادارې رییس او مرستیال د منابع بشري د مشر او نورو ګمارنو پر سره اختلافات لري. د سندونو له مخې د دې اختلاف له امله اوس دې ټولنه کې ۲ تنه د منابع بشري د رییس په توګه کار کوي.

د افغان سرې میاشتې د رییس مطیع الله خالص او مرستیال نورالدین ترابي له لاسلیک شويو مکتوبونو څرګندیږي چې د ښاغلي خالص په نشتون کې د هغه مرستیال ترابي د محمد حافظ په نوم کس د ټولنې لپاره د بشري منابعو نوی رییس ګومارلی دی.

په مقابل کې د سرې میاشتې ټولنې رییس مطیع الله خالص د خپل مرستیال په مقابل کې د دې ټولنې ریاست ته په خپلو مکتوبونو کې حکونه لېږلي دي.

په لومړي حکم کې لیکل شوي چې د رییس په نشتون کې سرپرست یا هم مرستیال حق نه لري چې ګمارنې وکړي او خپل د ریاست دفتر ته یې وړاندیز کړی چې په کمارانو کې د سرپرست او مرستیال وړاندیزونه دې نه مني ترڅو په اینده کې د داسې کډوډیو مخنوی وشي.

د ښاغلي خالص د مکتوب په پای کې لیکل شوي، چې د دې روانو نانداریو په اړه به ډېر ژر د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره خبرې وکړي.

د مرستیال شکایت

100%

د سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي په یوه مکتوب کې د طالبانو ریاست الوزرا ته شکایت کړی دی، چې عمومي رییس د دې ټولنې اړوند د مرکزونو، زونونو او ولایتي دفترونو مسولان ګمارلي دي.

د هغه په خبره، ډیری دا مسوولین د عمومي رییس اطاعت کوي، خو د مرستیال اطاعت نه کوي چې د ټولنې کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

په دغه مکتوب کې د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندیز شوی چې د حافظ محمد په نوم کس د افغان سرې میاشتې ټولنې منابع بشري په توګه تایید کړي. د مکتوب له مخې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم دا وړاندېز تایید کړی دی.

په یو بل مکتوب کې نورالدین ترابي ملا حسن اخوند ته شکایت کړی، چې د نوموړي ګمارنې نه منل کیږي.

د همدې مکتوب په ځواب کې ملا حسن اخوند ورته د صلاحیتونو د ور کړې لپاره لاسلیک کړی دی .

یو ریاست دوه رییسان

100%

د طالبانو تر واک لاندې په افغان سره میاشته ټولنه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې اوس د دې ادارې په مرکزي دفتر کې دوه تنه د بشري منابعو د ریسانو په توګه کار کوي.

سرچینې زیاتوي د روانو اختلافاتو له امله د ټولنې عمومي رییس او مرستیال د ساتونکو ترمنځه د نښتې د رامنځته کېدو وېره هم شته.

د افغان سرې میاشتې رییس مطیع الله خالص د پخواني جهادي مشر مولوي خالص زوی دی او نور الدین ترابی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د عدلې وزیر او د طالباتو د بنسټګر ملا عمر نژدې کس و.

د نظر خاوندان په دې باور دي چې د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو سره د پخواني حکومت جوړې او فعالې ادارې ورته په مېراث پاتې شوې، خو خو د دونیم کلو په موده کې ښکاري چې د ورځې په تېریدو سره د واکونو پر سر د طالبانو تر منځ جنجالونه اداري سیسټم زیانمنوي.