طالبان: په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو له امله ۲ کسه مړه او ۶ نور ټپیان دي

په بدخشان کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر محمد اکرم اکبري وايي، چې په دغه ولایت کې د ځمکې ښويېدنې او سېلابونو له کبله ۲ کسان مړه شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.