د کرېکټ نړۍوال جام؛ فضل الحق فاروقي د دغه جام تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی لوبغاړی شو

د کرېکټ نړۍوال جام له پایلوبې وروسته د کرېکټ نړۍوالې شورا یو ځلې بیا په دغه جام کې د هغو توپ اچوونکو نوملړ خپور کړی، چې تر ټولو ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.