په تهران کې د فرانسې سفارت له څو میاشتیني انتظار وروسته د ۱۳ افغان خبریالانو وېزې رد کړې

په تهران کې یو شمېر مېشتو خبریالانو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه هېواد کې د فرانسې سفارت له څو میاشتیني انتظار وروسته د ۱۳ خبریالانو د کډوالۍ وېزې رد کړې. دغه خبریالان له دوو کلونو راهیسې د فرانسې د وېزې د ترلاسه کولو لپاره په ایران کې مېشت وو.