• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت الله نبیل: د افغانستان کالبد یو ځل بیا نن د دوحې پر مېز دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان کالبد یو ځل بیا نن د دوحې پر مېز دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان کالبد یو ځل بیا نن د دوحې پر مېز دی.
رحمت الله نبیل د څو طالب مشرانو د یوه انځور په خپرولو سره د دوحې ناستې په غبرګون لیکلي: ((د افغانستان کالبد یو ځل بیا نن د دوحې پر مېز دی.))
ښاغلي نبیل تر دې وړاندې هم په ځلونو د دوحې د درېیمې ناستې په جوړښت نیوکه کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې غونډې ته د طالب پلاوي بلنې او په دې غونډه کې د یادې ډلې ګډون ته تېره ورځ هم په اشارې سره ویلي و، چې د ملګرو ملتونو سازمان د دې ډلې لپاره له خپلو اساسي اصولو تېر شوی دی.
د نوموړي په خبره، ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او د مدني ټولنې په منزوي کولو سره د طالبانو خوا نیولې ده.
ښاغلی نبیل وایي، چې ملګري ملتونه په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شوي او د افغانانو اساسي بشري حقونه او هیلې یې له پامه غورځولي دي.
د دوحې روانه ناسته د افغانستان د خصوصي سکټور د ودې او له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه جوړه شوې ده.
نن بیا د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي د یادې غونډې اجنډا هم خپره کړه.
نوموړی وايي، د لومړۍ ورځې ناسته نن د دوو ساعتونو لپاره او د دویمې ورځې ناسته سبا د پنځو ساعتونو لپاره ترسره کېږي.
نوموړي لیکلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې رسمي پرانیستنه د اجنډا له مخې نن د جون په ۳۰مه په ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پیلیږي او په ۸:۴۵ پای ته رسېږي.
نوموړی زیاتوي چې، د غونډې دویمه ورځ سبا د جولای په لومړۍ نېټه پر دوو موضوعګانو دوې جلا ناستې ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره په سیمه‌ییز وخت د سهار له اته نیمو بجو څخه تر ۱۱ بجو پر مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور خبرې کېږي او دویمه ناسته له ۱۱ نیمو بجو څخه تر ۲ بجو د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې او پر مختګ د برقراره ساتلو په اړه بحثونه کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی وايي، د دوحې د درېیمې ناستې د دویمې ورځې غونډه سبا له دوه بجو وروسته پای ته رسېږي او د غونډې ډېری ګډونوال د رسمي ناستې وروسته له دوحې څخه رخصتېږي؛ خو که ځیني استازي له غونډې وروسته له چا سره ناسته کوي هغه به د دوحې د درېیمې غونډې سره هیڅ تړاو نه لري.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۵

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي