شهباز شریف په دوه ورځیني سفر تاجکستان ته لاړ

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته رسېدو سره د دغه هېواد له ولسمشر سره پر خپلمنځي اړیکو وغږېد. شهباز شریف له امام علي رحمان وغوښتل چې په پاکستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او هم په مختلفو برخو کې ور سره اړیکي پراخ کړي.