د بشري حقونو فعالان: له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د م.م حرکت د اندېښنې وړ دی

د بشري حقونو ګڼو فعالانو د یوې بیانیې په خپرولو سره ملګري ملتونه له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو تورن کړل. دوی وویل، د دوحې له درېیمې ناستې څخه د ښځو او مدني فعالانو اېستل د طالبانو دریځ پیاوړی کړی او په سیسټماټیک ډول یې د بشري حقونو او جنسیتي توپیر ته هڅولي دي.