بېلاروس په رسمي توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړی شو

د قزاقستان ولسمشر ویلي، چې بېلاروس د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۴ مه په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړی شو. قاسم جومارت توکایف وویل، بېلاروس په لنډ وخت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیتوب لپاره ټول اړین ګامونه اخیستي دي.