• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د نېږدې یو نیم میلیون افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه کال لپاره وغځوله

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د کابینې د دې پرېکړې له مخې؛ هغه کډوال چې د «پي او ار» کارټونه لري کولی شي، چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان حکومت د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «د فډرال کابینې د ۱،۴۵ مېلیونه افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.»
ملګري ملتونه وايي، چې دا مهال په پاکستان کې ۱،۳ مېلیونه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د پي او ار کارټ لرونکو ۵۲ سلنه افغان کډوال په خیبر پښتونخوا، ۳۱۵ زره کسان په بلوچستان، ۱۹۵ زره کسان په پنجاب، ۷۵ زره کسان په سند، ۴۰ زره کسان په اسلام اباد او یو شمېر نور یې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې اوسېږي.
د پاکستان دا پرېکړه دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر فلیپو ګراندي د درې ورځني سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته وشوه.
ګراندي په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه وغوښتل، چې افغان کډوال له دې هېواده و نه باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ پرېکړه کړې وه، چې د افغان کډوالو د تګ او راتګ لپاره نوې جوړه شوې تګلاره عملي کړي.
ددې تګلارې له مخې پرېکړه شوې وه، چې د کډوالو اداره د تورخم په دروازه کې له تلونکو افغان کډوالو څخه «اې سي سي» او د «پي او ار» کارټونه واخلي او بیا یې بلاک کړي.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۳

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۴

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۵

د ګډو ګټو هېوادونو سرمنشي: د طالبانو منزوي کول به افغانستان د جګړې نوي پړاو ته ټېل وهي