• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فيليپو ګراندي: موږ پوهېږو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل تر ډېره حده سیاسي و

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندي وایي:« موږ پوهېږو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل تر ډېره حده سیاسي بڼه لرله او له پاکستاني چارواکو سره مو د دغې ستونزې د حل په موخه خبرې کړې دي.»

نوموړي دغه خبرې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت پر اېکس پاڼه د ښاغلي ګرانډي له خولې لیکلي دي، د پاکستاني چارواکو له‌خوا ډاډ ورکړل شوی چې د جبري اېستلو لړۍ ځنډول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې غواړي د افغانستان، پاکستان او یو اېن اېچ سي ار ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شي، د کډوالو کارتونه واحد او معتبر شي، د هغوی حقوق خوندي او د کډوالو له وضعیت څخه سیاسي ګټه وانخیستل شي.
په دغې لیدنه کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي، چې ‏په پاکستان کې افغان کډوال د یوې څرګندې رسمي پالیسۍ د نشتوالي له امله، ډېری وخت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، کارت لرونکي او نه لرونکي دواړه په مشکل کې را اېسار وي.
هغه وایي، په کار ده چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په هڅو درې اړخیزي غونډې وخت په وخت ترسره شي؛ چې افغان کډوال د یو میکانیزم او ‏روښانه تګلارې په رڼا کې ژوند وکړای شي او د سیاسی حالاتو قرباني نه شي.
هغه زیاته کړې، چې افغان کډوال دې د جبري اخراج پرځای خپلې خوښې ته پرېښودل شي.
ښاغلي شکیب ویلي:« که تاسو له نږدې د افغان کډوالو وضعیت وڅارئ د هغوی ‏د ستونزو ادراک به نور هم درته وشي.»
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ عمومي مشر تر دې وړاندې په پېښور کې له افغان کډوالو او د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف ترڅنګ له ځینو نورو پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي کتلي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ