• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۱۶ زره ماشومان وژل شوي دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۹ GMT+۱

د فلسطیني چارواکو په وینا، پر غزې ښار د اسراییل بریدونو کې تر دې دمه ۱۶زره او ۵۴ ماشومان وژل شوي دي. د غزې د حکومتي رسنیو دفتر ویلي، د وژل شویو ماشومانو له ډلې ۳۴ یې د لوږې له امله مړه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو ۳۸۳۴۵ فلسطینیانو په ډله کې لږ تر لږه ۱۰۷۰۰ ښځې هم شاملې دي او شاوخوا لس زره فلسطینیان لادرکه دي.
ورته مهال د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې د رسنیو د دفتر عمومي رییس اسماعیل الثوبته، اسراییلي ځواکونه د غزې په ښار کې د "پلان شوي قتل عام" په ترسره کولو تورن کړل او ویې ویل، چې دوی په لاسي توګه بې ځایه شوي فلسطینیان په نښه کوي.
ژغورونکو ډلو ویلي، چې له سختو عملیاتو وروسته اسراییلي ځواکونه د حماس له مقاومت سره مخامخ شوي او د غزې د ښار له ځینو برخو یې شاتګ کړی دی؛ خو کوڅو کې په لسګونو جسدونه پراته وو.
له بل پلوه اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې نتانیاهو او د موساد مشر ډیویډ برنیا په غزه کې د اوربند او د ټولو بندیانو خوشې کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پېچلې کړې.
دغې رسنۍ د باخبرو سرچینو په حواله ویلي، چې نتنیاهو د خبرو اترو په لړ کې خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي