فرانسه د افغان ښځینه پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه مني

په فرانسه کې یوې محکمې د یوې تاریخي پرېکړې له مخې ویلي، چې د افغانستان پناه غوښتونکو مېرمنو ته پناه ورکوي. په «فرانسه کې د پناه غوښتلو د حقونو د ملي محکمې» قاضیان وايي، دغه پرېکړه یې د طالبانو له‌خوا «د مېرمنو د حقونو او د هغوی د ازادۍ» له سلبولو وروسته کړې.