• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین د پاکستان حکومت ته: پښتون قوم نور ستاسو سره په یوه لاره تګ نه شي کولای

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین پاکستاني چارواکو ته ویلي:« کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخته ځي.»

هغه تېره ورځ د ګېله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته د وینا پرمهال ویلي، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا راژوندی کړي.

هغه وایي:« ګېله‌من وزیر یو تکړه، پیاوړی او پر وطن میین ځوان و؛ د پاکستان حکومت هغه په بېلابېلو پلمو څو، څو ځلې ونیوو او له دې امله یې سخت وربړولو، چې بیا له خپلو ملګرو سره یوځای نه شي.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د ګېله‌من په بدن د مرګ تر وروستۍ شېبې هغه داغونه پاتې وو، چې په زندان کې پاکستاني پولیسو په سپيو داړلی و.
د هغه په وینا:« هغه په زندان کې تر دې حده وربړول شو، چې د مرګ تر پولې یې نږدې کړی و؛ خو ګېله‌من هیچا ته هم سر ټیټ نه کړ.»
ښاغلي پښتبن زیاته کړه:« ګېله‌من یوازې شاعر نه و؛ بلکې یو ښه مبارز او پیاوړی متفکر ځوان و، چې په لر او بر کې یې د یووالي او ورورولۍ پیغام تر خلکو رسولو .»
هغه وایي، د داسې ځوانانو د وژلو په پېښو کې پاکستاني چارواکي پړه دي چې تل یې په بېلابېلو پلمو په پښتني سیمو کې د پښتنو خیرخواه خلک او اتلان وژلي دي.
هغه وایي، د پنجاب حکومت د خپلو مشرانو لپاره هوايي امبولانسونه؛ خو د پښتنو لپاره یې بیا جنګي الوتکې ساتلې دي.
هغه زیاته کړې، پښتانه ځکه وژل کېږي ځکه چې دوی په خپلو کې سره اتفاق نه لري.
هغه ویلي:« دا د پرېکړې ځای نه دی، موږ به د ټولو قومونو او خپلو مشرانو په ګډون یوه پراخه جرګه راوبولو چې وروستۍ پرېکړه به هماغه جرګه کوي.»
هغه وایي، په یوه لوی میدان کې به شاوخوا ۳۰ یا ۴۰ زره کسان راټولېږي او هلته به د ټولو وژل شویو کسانو او د پاکستان د ظلمونو په اړه سره غږېږي او بیا به د ټولو سیمو مشران او مخور ګډه پرېکړه کوي.
هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا خبرې اوس یوه تاریخي پړاو ته داخلې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۵

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»