• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځې او د طالبانو د زندان رازونه؛ د ملي امنیت ډګرواله وايي،‌ طالبانو په زندان کې ربړولې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ملي امنیت په ریاست کې یوه پخوانۍ مدیره، رییسه یزدانپرست وايي،‌ چې طالبانو نوموړې په کابل کې له خپل کوره نیولې او یوه نیمه میاشت یې په زندان کې ربړولې ده. اغلې یزدان پرست افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د ملي امنیت د کارکونکو معلوماتو ته لاسرسی لري، هغوی نیسي او ربړوي.

رییسه یزدان پرست په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي امنیت ۰۵۰ ریاست د ښځو د څانګې مدیره وه.

نوموړي وايي، چې په کابل کې طالب وسله وال د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په ۲۵مه نېټه د کورونو د پلټنې په پلمه د هغوې کور ته ننوتل.

نوموړې وايي، طالبانو د هغې کورته د ننوتلو سره سم پر دې د ټوپک په میل ګوزار وکړ.

هغې وویل: «ما خپله وسله طالبانو ته وسپارله، خو طالب جنګیالیو له ځانه سره یوړه او یوه نیمه میاشت د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې د وسله په میل، سوک او لغتو ووهلم او ویې ربړولم.»

نوموړې وايي، چې طالبانو د ملي امنيت د کارکوونکو معلوماتو ته لاسرسى درلود او په دې توګه يې د ملي امنيت پخواني کارکوونکي پېژندل او نیول.

هغې زياته کړه، چې زوى يې هم د ملي امنيت په رياست کې دنده ترسره کوله او هېواد ته د طالبانو له ننوتلو مخکې يې هېواد پریښی وو.

د اغلې یزدانپرست له خوا افغانستان انټرنشنل ته په ورکړل شويو انځورونو کې ښکاري، چې د هغې مخ او بدن د شکنجې له امله شنه شوي دي.

نوموړې وايي، چې د ځايي مشرانو په منځګړتوب د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۵مه د طالبانو له بنده خوشې شوه او له خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتښتېده.

اغلې یزدانپرست چې د ډګروالي رتبه لري وايي: د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له حکومت راهیسې د طالبانو له لومړۍ دورې پرته، د ملي امنیت په ریاست کې یې کار کړی دی.

100%

هغې وويل: «ما ۲۵ کاله د ملي امنيت په رياست کې خدمت کړی دی.»

اغلې یزدان پرست وايي، چې هغه د زندان په کوټه کې یوازې بندي وه او د زندان ټول ساتونکي نارینه وو.

د نوموړې په خبره، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یو کال تر درملنې لاندې وه.

نوموړې وايي، چې طالبانو یې خاوند ۱۳۸۷ کال کې له بهرنیانو سره د کار کولو له امله وواژه.

هغې وویل: «زما میړه د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د بګرام په هوايي ډګر کې ژباړونکی و.»

نوموړې وايي: «طالبانو څو څو ځله زما خاوند ته ګواښونه کړي وو، چې له بهرنيانو سره کار ونه کړي، خو خاوند مې د طالبانو ګواښونه له پامه وغورځول او يو سهار يې کار ته د تللو پر مهال وواژه.»

اغلې یزدانپرست د طالبانو عمومي بښنه یو "چل" ګڼي او وايي چې هېڅوک باید پر دې ډلې باور ونه کړي.

په ورته وخت کې یوې ښځینه فعالې لیلما دولتزۍ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې طالب جنګیالیو د هغې ورنونه په چاقو پرې کړي او پر زخمونو کې یې مالګې ور اچولې دي.

د طالبانو په بندخونو کې دا لومړی ځل نه دی چې بندیان ربړول کېږي، په دې وروستیو کې ګارډین ورځپاڼې او رخشانه رسنۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې طالب ځواکونو په زندان کې د بشري حقونو پر یوې فعالې جنسي تېری هم کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د عالي کمیسیون جوړولو خبر ورکړ. مولوي عبدالکبير ويلي، چې د کمیسيون له جوړېدو يې موخه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او کروندګرو ته د بديل حاصلاتو موندل او په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په لومړۍ ناسته کې د دغه کمیسیون د چارو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

عبدالکبير ویلي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوى دريځ څرګند دى او هيچا ته د نشه‌يي توکو د کښت، توليد او قاچاق اجازه نه ورکول کېږي.

په دغه ناسته کې د طالبانو کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مشر عبدالحق ادعا کړې چې د کوکنارو ټولې کروندې يې له منځه وړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې بریالي شوي او نړیواله ټولنه هم دا بریا مني.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالب مشرانو د کوکنارو پر کښت له بندیز څخه ګټه پورته کړې، خو کروندګر یې زیانمن کړي دي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

طالبانو د کوکنارو په کښت او د مخدره توکو په تولید بندیز لګولی دی.

خو تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي وو چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د مشر حکم له پامه غورځول شوی دی.

د بښنې نړېوال سازمان له طالبانو غواړي چې د ښځو له ځورولو لاس واخلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د جسمي سزاګانو، ناقانونه وژنو، خپلسري نیولو، جنسيتي ځورونې او د ښځو د زده‌کړو بندیز د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي، طالبان باید د بشري حقونو درناوی وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د شنبې په ورځ د (چنګاښ۲۳مه) پهخپله اېکس پاڼه د طالبانو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه لیکلي، چې «نړۍ هرڅه ویني».

دغه سازمان له دې څخه یوه ورځ وړاندې هم ویلي وو، چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۵۰ زره کسانو د یو غوښتنلیک په لاسلیکولو سره له طالبانو یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.

د طالبانو له زندانه د یوې ښځې کیسه: هغوی زما ورنونه په چاقو پرې او مالګه یې پرې شیندله

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۲۳:۰۰ GMT+۱

له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې یوې ښځینه فعالې لیلما دولت زۍ وویل، چې طالب وسله والو په زندان کې د هغې ورنونه په چاقو پرې کړي او بیا یې مالګه پرې دوړولې وه.

مېرمن دولت زۍ وايي، چې د طالبانو په زندان کې يې د لوږې له امله خپله لخته شوې وینه خوړله.

لیلما دولت زۍ ویلي، چې په تېر حکومت کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د ښځو د شورا مشره وه.

د ښځو د حقونو دغې فعالې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو یو نیم کال وروسته له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل بند ټکان ورکوونکې کیسې کړي دي.

لیلما دولت زۍ وویل، چې طالبانو هغه په ​​یو سویلي ولایت کې له دې امله ونیوله چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د جمعیت اسلامي د غړې په توګه یې فعالیت کاوه.

هغه وايي، چې شپاړس ورځې او شپې د طالبانو په بند کې وه او ۳۵ طالب وسله والو د کلاشینکوفونو او چاقو په وسیله په زندان کې شکنجه کړې ده.

مېرمن دولت زۍ د شکنجې د انځورونو په ښودلو زیاته یې کړه، چې که څه هم خوندي ځای ته لېږدول شوې، خو بیا هم «د طالبانو د زندان په نامه دوزخ» نه شي هېرولی. هغه زیاتوي، چې کله چې د طالبانو د زندان یادونه کیږي، لاسونه او پښې مې ریږدي.

دغه انځورونه ښيي چې د مېرمن دولت زۍ ټول بدن د شکنجې له امله شین شوی و.

هغې وويل، چې طالبانو په زوره د اعتراف اخېستلو لپاره شکنجه کړې ده. نوموړې د دې مرکې په یوه برخه کې ویلي، چې د طالبانو یو قوماندان یې د ورنونو غوښې په چاقو پرې کړې وې او مالګه یې پرې شیندلې وه.

له وینې تغذیه

د ښځو د حقونو دغې فعالې ټینګار وکړ، چې د طالبانو په زندان کې شپه او ورځ وږې ویده کیده او خپله لخته شوې وینه به یې خوړله.

د طالبانو دغې پخوانۍ بندۍ وویل، چې د دغې ډلې د زندان ساتونکي ټول نارينه وو. هغې زیاته کړه چې نورې ښځې هم د طالبانو په بند کې وې او د دغې ډلې وسله والو دغه ښځې سختې شکنجه کولې.

هغه وايي، چې له يو کال او اوو مياشتو وروسته لا هم د زنداني ښځو اوښکې او چيغې یې غوږونو کې انګازې کوي. هغې زیاته کړه چې روان یې سخت زیانمن شوی او هره شپه ویرونکي خوبونه ویني.

د رشوت په بدل کې د طالبانو له زندانه خوشې کیدل

مېرمن دولت زۍ د طالبانو له زندانه د خوشې کېدو په اړه وویل، چې د طالبانو د زندان یو ساتونکي ته د ۷۵۰ زره افغانیو د ورکړې په بدل کې د دغې ډلې له زندانه تښتېدلې ده.

هغې وويل، چې دغه پيسې يې د يوه منځګړي په وسيله د طالبانو د زندان ساتونکو ته ورکړې دي. هغې ټینګار وکړ چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې افغانستان پرېښود.

هغه د طالبانو په زندان کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري، شکنجه کولو او لوڅولو په اړه د ښځو ادعاوې تاييد کړې او ويې ويل، چې د طالبانو زندان د ښځو د عزت او ناموس خوندي ځاى نه دى.

تر دې مخکې هم یو شمېر ښځینه بندیانو د طالبانو په زندان کې د جنسي تیري، شکنجه کولو او لوڅولو خبره کړې وه.

امریکا د طالبانو په زندان کې د دریو امریکايي بندیانو نومونه افشا کړل

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند منلې، چې د جورج ګلزمن، محمود حبیبي او راین کاربټ په نومونو درې امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي. په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند وویل، چې دوه امریکایان - یوه ښځه او یوه سړی - د دې ډلې په بند کې دي.

واشنگټن اگزمینر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) راپور ورکړی، چې دغه امریکایي وګړي مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې په کابل کې د دوحې له درېیمې غونډې وروسته ویلي و، چې د امریکایي بندیانو د تبادلې په اړه یې د امریکا له استازو سره خبرې کړي دي. ښاغلي مجاهد وویل، چې طالبان به له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو ځواکونو د خلاصون په بدل کې امریکايي وګړي خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بندیانو د تبادلې په اړه د طالبانو وړاندیز په برخه کې پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو د بندیانو په سمدستي او پرته له قید او شرطه خوشې کیدو یې ټینګار وکړ.

واشنگټن اگزامینر وايي، چې طالبانو ته د امریکايي بندیانو د نومونو افشا کول شاید د هغه ستونزمنې لوبې لومړۍ نښه وي، چې امریکا یې د طالبانو له رژیم سره کوي.

رایان کاربټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو. کاربټ اوس په خرابو شرایطو کې د ځمکې لاندې ساتل کیږي او روغتیایي حالت یې هم خراب ښودل شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمود حبیبي چې یو افغان الاصله امریکايي دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «اې ار اېکس کمیونکیشن» شرکت له ۲۹نورو کارکوونکو سره ونیول شو. د حبیبي د کورنۍ په وینا نوموړی د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د کابل په شیرپور کې نیول شوی و.

طالبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې لاس درلود.

طالبانو د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

جورج ګلزمن درېیم امریکایی وګړی دی چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۵نېټه د طالبانو له خوا نیول شوی و. د راپورونو له مخې د طالبانو په زندان کې د هغه روغتیايي حالت نازک دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

یو ایرانی قضایی چارواکی: په ایران کې ۹۵ سلنه بهرني زندانیان افغانان دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د ایران د قضايیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وايي، چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني زندانيان افغانان دي. ښاغلي غریب ابادي وویل، چې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ د زندانیانو د تبادلې لپاره لازمې هڅې روانې دي.

ایسنا خبري اژانس د کاظم غریب ابادي له قوله لیکلي دي، چې د افغان بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې روانې دي او تمه کیږي، چې د روان کال تر پایه به د بندیانو تبادله وشي.

دغه خبری اژانس لیکلي، چې د ایران د قضايیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال دغه څرګندونې د شنبې په ورځ(د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د البرز قضايي شوار په غونډه کې کړي دي.

دغه ايراني قضايي چارواکي په ايران کې د افغان بنديانو د کره شمېر او يا هم د بهرنيو بنديانو د شمېر په اړه جزييات نه دي ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګرۍ عمومي رییس علي رضا محمودي تېر کال ویلي وو، چې په ایران کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېر کال اعلان کړی و، چې د افغانستان او ایران د قضايي چارواکو ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک شوې، چې پر اساس یې اړوند هېواد ته د بندیانو د لېږد زمینه برابره شي.