حماس وايي، د اسراییل له بریدونو وروسته یې هم د اوربند خبرې اترې نه دي پرېښي

د حماس یو جګپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه ډله په غزه کې د دې اونۍ په پای کې له خونړیو بریدونو وروسته چې د اسراییل په وینا؛ د دې ډلې پوځي مشر محمد ضیف یې په نښه کړی و، له اسراییل سره د اوربند له خبرو اترو څخه نه دي وتلي.