• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ وايي، د راستنېدونکو افغان نجونو د 'تیاره راتلونکي' په اړه اندېښمنه ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې له پاکستانه وغوښتل چې د بې اسنادو افغانانو د اېستلو مخه ونیسي. ملاله یوسفزۍ وايي، د هغو افغان ښځو او نجونو د «تیاره راتلونکي» په اړه اندېښمنه ده، چې دا مهال په زور افغانستان ته ستنیږي.

ملالې یوسفزۍ د فرانسې له خبرې اژانس سره په یوه مرکه زیاته کړه: «دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان افغان کډوال مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي، او زه د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لرم.»

نوموړې وايي، چې ګڼ شمېر افغان نجونې او ښځې په پاکستان کې زده‌کړې او کار کوي.

د شمېرو له مخې تېر کال له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې یو شمېر ستانه شوي کډوال د طالبانو له خوا له ځورونې سره مخامخ شوي دي.

ملالې یوسفزۍ هیله څرګنده کړه چې پاکستان به د افغان کډوالو د اېستلو پالیسي پای ته ورسوي او د افغان نجونو او میرمنو «په ځانګړې توګه چې دوی به په افغانستان کې له تیاره راتلونکي سره مخ شي، ساتنه کوي.» هغې یو ځل بیا د افغان نجونو له زده کړو محرومیت ټکان ورکوونکی وباله او د افغان فعالانو د زغم هرکلی یې وکړ.

همدارنګه اغلې یوسفزۍ د ښځو له ګډون پرته د دوحې د ناستې په اړه نیوکه وکړې او ویلي دي: «د نړۍ مشران باید په دې پوه شي چې کله له طالبانو سره کیني او ښځې او نجونې څنډې ته کوي، په حقیقت کې پر طالبانو احسان کوي.»

نوموړې پر هېوادونو په ځانګړې توګه پر فرانسې او کاناډا غږ وکړ، چې د دوحې ناستې وغندي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۵

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»