منظور پښتین: پښتنو دوښمن ته وښودله چې له خپل غمخوار سره ولاړ دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ګیله من وزیر له مړینې وروسته په یوې وینا کې وویل: «پښتنو دوښمن ته وښودله چې له خپل غمخوار سره ولاړ دي.» نوموړي وایي، چې د ګیله من وزیر د مړینې په ویر کې د لر او بر افغانانو برخې اخیستو وښوده، چې دې ملت ته قرباني ورکول د ویاړ ځای دی.