د هند په جمو او کشمیر کې د ترهګرو سره په نښته کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي

په نوي ډیلي کې امنیتي ادارې مني، چې څلور امنیتي سرتېري یې نن سې شنبه د جمو او کشمیر په دودا ولسوالۍ کې ووژل شول. له بل پلوه تېره ورځ په ډیسا سیمه کې هم د وسله‌والو تر منځ په ډزو کې د پوځ یو سرتېري وژل شوی او پنځه نور سخت ژوبلیدلي وو.