• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني: افغانستان تر بل هر ځای له اقلیمي بدلون څخه ډېر زیانمنېدونکی دی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د هېواد پخواني ولسمشر د ننګرهار په ګډون په ځینو ختیځو او مرکزي سیمو کې د وروستیو خونړیو سېلابونو او توپانونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړه. اشرف غني په خپل اېکس کې لیکلي، چې افغانستان تر بل هر ځایه له اقلیمي بدلون څخه ډېر زیانمنېدونکی دی.

نوموړی همداراز وایي، چې د ورته تکرارېدونکو پېښو مالي عواقب د هېواد او کورنیو پر مات اقتصاد ځورونکې اغېزې کولی شي.
له ننګرهار ولایت څخه سرچینې وایي، چې تر دا مهاله د ۴۷ تنو د مړینې پخلی شوی؛ خو لا هم ولسي خلک په یو شمېر هغو کسانو پسې ګرځي، چې تر دې مهاله تري تم دي.
سرچېنې وايي، چې په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو د جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود او د بهسودو په ولسوالیو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار تر څنګ په پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کونړ او میدان وردګو ولایتونو کې هم پرون سېلابونه راوتلي دي.
تر اوسه د دې سېلابونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې د دریو تنو د مړینې خبرونه ورکړل شوي دي.
افغانستان چې د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه بلل کیږي، د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا هم څه موده وړاندې ویلي و، چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی او د اقلیمي بدلون له امله د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره یې باید تابیاوې ونیول شي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

۵

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري