• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن د پېښور ښار ټول بازارونه تړل شوي او هر ځای د پولیسو او امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې سرچېنې وايي، چې د پېښور خیبر بازار، قصه خواني، ګنج، لاهورۍ دروازه، کواټۍ، کابلۍ دروازه، شعبه بازار او د صدر بازار ځینې برخې تړل شوې او له پاکستاني پېژندپاڼو پرته خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دغه سرچېنې وايي، چې د پېښور په ډېرو برخو کې مخابراتي شبکې له کاره غورځول شوې او تر ډېره د موټرو، ریکشو او نورو وسایطو په تګ راتګ هم بندیزونه لګول شوي دي.
تر دې وړاندې ټولو افغان کډوالو ته سپارښتنه شوې وه، چې د محرم په شپو ورځو کې دې له کورونو نه راوځي او له سرغړوونکو سره به د قانون سره سم چلن کېږي.
څه نا څه یوه میاشت وړاندې افغان کډوالو ته ویل شوي وو، چې (د جون میاشتې له ۲۵مې) نېټې څخه دې (د جولای تر ۲۵مې) نېټې په ښارونو کې له تګ راتګه ډډه وکړي، چې د پولیس چارواکو پر دغې پرېکړې یو شمېر ټولنو او بنسټونو سختې نیوکې هم کړې وې؛ خو وروسته بیا په دغه خبرداریو کې نرمښت راغی، خو لا هم افغان کډوال نه شي کولای په ډاډه زړه په پېښور کې تګ راتګ وکړي.
په پېښور ښار کې افغان هټۍوال محمد عیسی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د یوې اونۍ راهیسې یې دوکان تړلی دی او د پولیسو له وېرې له کوره د باندې نه شي وتلای.

هغه په دې اړه زیاته کړه: موږ مجبور یو، چې هر ډول امر را ته کېږي موږ به یې منو ان که ناروغ هم راپېښ شي، موږ یې تر روغتونه نه شو رسولای، دلته ټول کډوال په وېره کې دي؛ که له کوره د باندې ځي نو ارو مرو د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.
که څه هم چې د عاشورا په شپو ورځو کې هر کال په پېښور او د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو کې پر خلکو په تېره بیا پر افغان کډوالو بندیزونه زیاتېږي؛ خو سږنی کال داسې ښکاري، چې دغه بندیزونه تر پخوا ډېر زیات شوي چې ورسره د دغو کډوالو ستونزې هم څو برابره ډېرې شوې دي.
د دې تر څنګ هر کال د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د محرم په میاشت کې د تاوتریخوالي په پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو د دغه راپور تر جوړولو له دغو سیمو څخه د تاوتریخوالي د کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم د دغه هېواد په نا امنیو کې افغانان ښکېل بللي؛ خو افغان کډوال وايي چې دوی په هیڅ ډول امنیتي پېښو کې ښکېل نه دي او تل د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاستونو قرباني شوي دي.

ډېر لیدل شوي

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي
۱

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۴

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی

۵

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی