• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جیمز ډېوېډ ونس د طالبانو د واکمنۍ یوازینی لامل د بایډن «له فاجعې ډک» سیاست او «د امریکا د رژیم د ناکامۍ» له امله بولي.

د دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په باور، «هغه افغان کډوال چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي، باید امریکا ته لېږدول شوي نه وای.»

ونس د افغانستان د دولت د سقوط په لومړیو ورځو کې د یوې تحلیلي مقالې په قالب کې د افغانستان په هکله د بایډن پر سیاست او امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پر طرحې نیوکه وکړه.


په افغانستان کې د امریکا حضور

ونس په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ماتې تجربې ته په اشاره ویلي و، چې د متحده ایالاتو مشرانو امریکایي ښځې او نارینه افغانستان ته ولېږل، ترڅو یو ناشونی کار وکړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور زیاته کړې، چې تر ټولو غوره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د ډیموکراسي د رامنځته کولو لپاره ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي د امریکا د لوی درستیز مارک میلي هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د امریکا خلکو ته یې ډاډ ورکړی و، چې افغان ځواکونه په کافي اندازه د خپل هېواد د دفاع لپاره ظرفیت لري.
ونس د میلي د څرګندونو په غبرګون وویل: «د افغانستان پوځ ونشو کړای ان څلور اونۍ هم د طالبانو بریدونه وزغمي.»
نوموړي په دې مقاله کې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د امریکا د پوځي ځواکونو ناسمو اطلاعاتو ورکړې ته په اشارې سره ویلي: «لوړپوړو امریکایي پوځيانو پخواني ولسمشر ټرمپ ته په منځني ختیځ کې د ځواکونو د وړتیا د کچې په اړه دروغ ویل، چې هلته مو جګړې دوام وکړي.»
ونس زیاته کړه، چې «زمونږ رهبرانو لسیزې مونږ ته وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې کوو، ترڅو مجبوره نشو چې دلته ورسره وجنګیږو.»
ونس ویلي: «له افغانستانه مودا لوی درس زده کړ، چې کوم کسان ددې هېواد (امریکا) رهبري په لاس کې لري، د دې کار لپاره مناسب نه دي.»
ونس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلوپر ځنډېدو او طالبانو ته د اضافي وخت ورکولو باندې چې د هغوی د ځواکمنتیا لامل شول، نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا مشرانو د جګړو په اصلي فصل کې افغانستان پرېښود او اجازه یې ورکړه، چې حیاتي وسلې د دوښمن لاس ته ورشي.
د هغه په خبره، دا پیښې د جوبایډن له فاجعې ډک سیاست پایلې او د امریکا د ټول رژیم ماتې ده.
ونس په خپله دې مقاله کې واضح کړې: «په افغانستان کې مو د رژیم د بدلېدو په اړه هڅې وکړې او بریالي نشوو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې یو رژیم په نړۍ کې جدي بدلون ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه: «مونږ هغه هېواد یو چې په دویمه نړیواله جګړه کې مو نازیانو ته ماتې ورکړې وه، خو اوس داسې سطحې ته رسېدلي یو چې له افغانستانه د خپلو وګړو د اېستلو لپاره طالبانو ته عذر کوو.»

افغان کډوال

ونس له افغانستانه د هغو ۳۰۰ زره افغان کډوالو اېستلو ته هم اشاره وکړه، چې د امریکایي وګړو په پرتله امریکا د هغوی اېستلو ته لومړیتوب ورکړ.
ونس وویل: «مونږ له څه باندې یوې لسیزې راهیسې له افغانانو سره مرستې، نه برعکس.»
هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي او کابل سقوط وکړ، باید امریکا ته انتقال شوي نه وای.»
نوموړی په ​​هغه وخت کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې له متحده ایالاتو سره یې کار کړی، په هیواد کې د میشتیدو مخالف و«مونږ نه غواړو چې هېواد مو د کډوالو په پنډغالو بدل شي.»
جیمز ډېوېډ ونس ویلي و: «د ۹۰ سلنه کډوالو په اړه نه پوهیږو چې کوم کسان دي، مونږ اسناد او پېژندپاڼې نه لرو، مونږ نه پوهیږو چې کوم کسان زمونږ هېواد ته راځي، مونږ په ډلییزه توګه امریکایان یرغملوو او دا یوه فاجعه ده .»

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟