• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مټیو مېلر: له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره په تعامل کې د واشنګټن لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي. مټیو مېلر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې باوري کړي، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې، چې بهرنیو وسلوالو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ور کوي او له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

خو د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا طالبان تورنوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي مرکز له برید او د اتو پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ.

پاکستاني چارواکو له نوموړي وغوښتل چې په دې برخه کې پلټنې وکړي او سملاسي ګام پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وړمه ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا کې وویل، چې «د پاکستان خلک له ترهګرۍ او توندلارۍ ډېر زیانمن شوي دي.»

د مټیو مېلر په خبره، امریکا د سیمې له امنیت د ګواښونو ختمولو کې د پاکستان له حکومت او ولس سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه، چې بیا بیا یې له افغان طالبانو د دې ډاډمنول غوښتي چې «په ترهګریزو بریدونو کې افغان خاوره نه کارېږي.»

مټیو مېلر زیاتوي «له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب یې هم دا و او دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.»

طالبان تل دا وايي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې نشته او نه هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره کارېږي.

دوی د پاکستان حکومت د افغانستان پرضد د داعش په روزلو هم تورونوي، خو پاکستاني چارواکي ورته ادعاوې ردوي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

۵

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري