• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تېرو کلونو پرتله سږنی کال پاکستان کې د عاشورا نمانځغونډې له تاوتریخوالي پرته ترسره شوې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۰۸ GMT+۱

په پاکستان کې د محرم یا عاشورا نمانځغونډې د تاوتریخوالي د پېښو پرته ترسره شوې او خلکو په ډاډمنه توګه په دغو غونډو کې برخه واخیسته.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې شهباز شریف په دې اړه له ټولو امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې او وایي خوشاله دی چې خلکو په ډاډمنه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کړل.
په تېرو کلونو کې به دغه غونډې د ځینو مذهبي ډلو له‌خوا په تاوتریخوالي بدلېدې او ولسي خلکو ته به په کې ګڼه مرګ ژوبله اوښته.
د دغه هېواد د نورو صوبو پرتله به د تاوتریخوالي زیاتې پېښې د خیبر پښتونخوا په هنګو، ډېره اسماعیل خان، ورکزیو، پاړه چنار او پېښور کې پېښېدې؛ خو سږکال د دغو مراسمو د خوندي ترسره کولو له پاره زرګونه امنیتي ځواکونه پر دندو ګومارل شوي وو او ورسره د څار امنیتي کمرې هم د دغې صوبې په بېلابېلو برخو کې لګول شوې وې.
د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکي وايي، چې دوی د مذهبي فرقه وارۍ د مخنیوي او د عاشورا د ډاډمنو نمانځلو په پار د څار داسې یوه کمېټه جوړه کړې وه چې د صوبې ټولې سیمې یې تر امنیتي پوښښ لاندې راغلې وې.

دا رنګه د پېښور خیبر بازار، قصه خوانۍ، کواټۍ او ګنج بازار ته ټولې غځېدلې لارې د محرم په ورځو کې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وې او ورتلونکي کسان به هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا پلټل کېدل.
خو ځیني سیاسي شنونکي دا هم وايي، چې د پاکستان د تحریک طالبانو په تګلارو کې راغلي بدلون هم د عاشورا په نمانځنه کې تر یوه بریده ونډه لرله.

تر دې وړاندې دغې ډلې به د ولسي خلکو په نښه کولو سره دغه شان غونډې ګډوډولې؛ خو د دغې ډلې په اوسنۍ تګلاره کې یوازې امنیتي ځواکونه په نښه کېږي او له ولسي خلکو سره کار نه لري.
خو لا هم د داعش ډله د شیعه مذهبو سره د دښمنۍ پاللو له امله د یو ګواښ په توګه پاتې ده؛ خو د پاکستان امنیتي ادارې وايي، چې اوس‌مهال یې د دغې ډلې ډېر مرکزونه له منځه وړي او دغه ډله نور د دې توان نه لري چې بریدونه وکړي.
په پاکستان کې ولسي خلک وايي، چې دوی د دغه هېواد په ټولو برخو کې د ډاډمن امنیت غوښتونکي دي؛ خو د دوی په خبره د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د امنیت په خوندي کولو او د وسله‌والو په مهلرولو کې پاتې راغلي.
همدغه تېره ورځ وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یو روغتون په نښه کړ، چې قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ډېره ولسي خلک ول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې په وژل شوي.

الجزیره لیکلي، چې په غزه کې روغتونونه ډک شوي او ډاکټران ستړي شوي دي.

پرون (سې شنبه) د غزې د روغتیا وزارت په یوه نوي بیان کې ویلي وو، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۹ ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت غوښتنه کړې، چې نړۍوال طبي هییتونو ته دې غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

همدا راز اسراییلي ځواکونو له غزې څخه نیول شوي ۱۶ فلسطینیان خوشي کړل.

خوشې شوي فلسطینیان وايي، چې دوی د اسراییل په بند کې شکنجه شوي، برید پرې شوی او سپک شوي دي.

اسراییل د دوشنبې په ورځ هم د غزې په سوېل او مرکزي سیمو کې تازه بریدونه کړي، چې پر حماس لا زیات فشار راوړلي.

د شنبې او یکشنبې په ورځ اسراییل د حماس د پوځي مشر د په نښه کولو په موخه پر خوندي سیمو بمباري وکړه او لسګونه فلسطینیان یې ووژل.

د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۸ زره او ۷۹۴ فلسطینیان وژل شوي او ۸۹ زره او ۳۶۹ نور ټپیان دي.

د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو له امله یو زرو ۱۳۹ تنه وژل شوي او لسګونه کسان لا هم په غزه کې بندیان دي.

د دوبۍ شهزادګۍ د ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته طلاق ورکړ

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم لور شهزادګۍ مهره د انسټاګرام ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته طلاق ورکړ. دا په عربي اماراتو کې یوه نادره پېښه ده، چې مېرمن خاوند ته طلاق ورکوي.

شهزادګۍ مهره د تېر کال په اپریل میاشت کې له سوداګر شیخ مانع بن محمد بن راشد بن مانع المکتوم سره واده وکړ او د روان کال په می میاشت کې یې لور وزېږېده.

مهره د انسټاګرام ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته په خطاب کې لیکلي: «کله چې ته له نورو سره بوخت یې، زه خپل طلاق اعلانوم، زه تاته طلاق درکوم، زه تاته طلاق درکوم او زه تاته طلاق درکوم. په ځان پام کوه، ستا پخوانۍ مېرمنه.»

100%

له دې سره شهزادګۍ له خپل مېړه سره خپل ټول انځورونه له انسټاګرام ټولنیزې شبکې څخه پاک کړي دي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي، چې مهره او د هغې مېړه یو بل په انسټاګرام کې انفالو کړي هم دي.

اسلام د طلاق ورکولو حق مېړه ته ورکړی او ښځه یوازې د خله اخیستلو حق لري.

دا خبره د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو هم کړې، چې طلاق د مېړه له خوا ورکول کیږي او ښځه یوازې خله اخیستلی شي.

د سرېلانکا پخوانی کرېکټر د خپلې مېرمنې او ماشومانو پر وړاندې ووژل شو

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د سریلانکا د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر دامکا نیروشنا په ګال کې د خپلې کورنۍ په مخکې په ډزرو وژل شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې نیروشنا له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره و؛ کله چې نا پېژانده کس پرې ډزې وکړې.

دغه ۴۱ کلن پخوانی کرېکټر د یوه نامعلوم کس له خوا د ۱۲بور وسلې په وسیله وژل شوی دی.

پولیس په اټکلي توګه وایي، چې دا وژنه ښایي د نړۍ یوې ترهګرې ډلې سره تړاو ولري.

د سریلانکا پولیسو د پېښې په اړه په فعاله توګه څېړنې پیل کړي.

د پولیسو د رسنیو ویاند نهال تالډووا وویل: «د هغه مشکوک کس د نیولو لپاره پلټنې روانې دي چې په ډزو کې ښکیل و.»

درې میاشتې وړاندې د نیروشنا نږدې ملګرې داسون مانودو همدې سیمه کې ووژل شو، چې وروسته له دې ژونې نیروشنا له هېواده وتښتید او وروسته له درې میاشتو بیرته راستون شو.

ګال د ډله ییزو وژنو لپاره پېژندل کیږي، چې ډېری قربانیان یې له کرېکټ سره تړلي دي او دا د نیروشنا د وژنې په اړه د تحقیقاتو پیچلتیا زیاتوي.

نیروشنا په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د سریلانکا ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبه پیل کړه، دوه کاله یې د ۱۹ کلنو کم عمره ټیسټ لوبه او یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده.

نیروشنا یو تیز توپ اچونکی و؛ خو توپ وهنه یې هم ښه وه.

هغه په ​​فرسټ کلاس، لېست اې او د ۱۹کلنو په کرېکټ کې د توپ اچونې اوسط له ۳۰څخه کم ساتلی دی.

سره له دې چې سینیر ملي ټیم ته یې لاره نه ده موندلې، خو د ۱۹ کلنو په کچه د راتلونکو ستورو لکه انجیلو میتیوز، اپول ترانګا، او فرویز محروف سره یې لوبه کړې ده.

پاکستاني امنیتي سرچینې: د افغان طالبانو یو غړی په بنو کې د پوځ پر مرکز برید کې لاس درلود

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عثمان الله کامران په نوم یو افغان طالب جنګیالي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر مرکز په وروستي برید کې لاس درلود. پاکستان ویلي، دا برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی، چې په افغانستان کې مېشته ده.

د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند دي، د دوشنبې په ورځ له یوه افغان قوماندان سره يو ځای په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ او له پاکستاني ځواکونو سره په ۲۴ ساعته نښته کې یې ۸ تنه ووژل.

پاکستاني امنیتي سرچینو په دغه برید کې د یو افغان قوماندان د رول پخلی کړی او د هغه تصویر يې هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلی.

په دې بريد سره يو ځل بيا پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د نيوکي ګوته نيولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو مرستیال سفیر هم احضار کړی و.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی او د دې وسله والو مرکزي دفتر په افغانستان کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د عاملینو پر وړاندې دې سمدستي، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په افغانستان کې یې د پاکستان طالبانو تحریک په څېر د ډلو فعالیت رد کړی دی.

ګنډاپور شریف ته: تاسو غلا کړې او پر تحریک انصاف ګوند د چا "پلار" هم بندیز نه شي لګولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي او صوبايي حکومتونو د کړکېچ په لړ کې تازه د پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور د شهباز شریف حکومت ته ګواښ کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند د چا "پلار" هم بندیز نه شي لګولی.

که څه هم د پاکستان د فدرالي او د پښتونخوا د صوبايي حکومتونو تر منځ کړکیچ له بل هر وخته اوج ته رسېدلی؛ خو د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ په تحریک انصاف ګوند بندیز ولګوي.

په پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اکثریت چوکۍ ګټلي او د حکومت مشري علي امین ګنډاپور کوي.

د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې هېڅوک نه شي کولی، چې په پاکستان کې د دوی پر ګوند بندیز ولګوي.

هغه ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټولې کابینې په ټاکنو کې درغلي کړې او د غلا حکومت یې جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "له موږ سره اوس هم زیاتی روان دی، له موږ یې زموږ نښه واخیسته، پر موږ یې جعلي عرضې ثبت کړې".

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له اسراییل او هند څخه پېسې تر لاسه کړي او حکومت غواړي، چې له مشورې وروسته پر دغه ګوند بندیز ولګوي.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند رسمي وکیل بیا ویلي، چې د قانون له مخې حکومت دا حق نه لري، چې پر یو ګوند بندیز ولګوي او دا چاره د سترې محکمې پورې اړوندیږي.