• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمهوريپالو له افغانستانه د امریکا د «شرمناک» وتلو له امله پر جوبایډن نیوکې وکړې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۱

په امریکا کې د جمهوريپالو گوند د ملي کنوانسیون په درېیمه شپه څو مهمو ویناوالو له افغانستانه د واشنګټن د وتلو مساله یو ځل بیا یاده کړه او پر جوبایډن یې نیوکې وکړې. د جمهوري غوښتونکو دغو نامتو څېرو له افغانستان د امریکا وتل «شرمناک» وبلل.

د فلوریډا ایالت استازي مایکل والټز له افغانستانه د امریکا وتل د متحده ایالاتو پر ملي وجدان د ننګ داغ وباله.
ښاغلي والټز د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایانو د وتلو پرمهال د ۱۳ سرتیرو وژل کېدو ته په اشاره وویل، چې د دوی کورنۍ باید هره ورځ له دې فاجعې سره ژوند وکړي.
دغه جمهوريپال استازي پر بایډن نیوکه وکړه، چې ان د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره ټلیفوني خبرې هم نه کوي او له افغانستانه وتل بریالی اقدام ګڼي.
والټز وویل؛ دونالډ ټرمپ له نوموړي غوښتي و، چې له دې کورنیو سره د لیدو زمینه برابره کړي ترڅو له هغوی سره شپږ ساعته لیدنه ولري.
د نوموړي په خبره، ټرمپ د دې سرتیرو کورنیو ته یو ماښام بلنه ورکړه او له هغوی سره یې ژمنه کړې، چې که بیا د امریکا ولسمشر شو، د پېښې په اړه به ټول اسنادونه، ویډیوګانې او مهم اطلاعات خپاره کړي.
د یو شمېر دغو وژل شویو سرتېرو کورنیو چې د جمهوريپالو ملي راټولیدنه کې یې حضور درلود، د ټرمپ له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.
په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ یو ځای سره ودرېدې په ژړا یې د دوی نومونه واخیستل.

100%

په دې راټولیدنه کې د دونالډ ټرمپ زوی دونالډ ټرمپ جونیور هم د بایډن حکومت تورن کړ، چې له افغانستانه یې د امن او منظم وتلو د څرنګوالي په اړه دروغ ویلي دي.
بل جمهوري غوښتونکي برایان ماسټ چې په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پر جوبایډن نیوکې کړې، یو ځل بیا یې دا بهیر د امریکا په تاریخ کې «شرمناک» وباله.
نوموړی چې هم یو وخت په افغانستان کې د امریکا پخوانی سرتېری و، همداراز وویل، چې ان د جوبایډن په یاد هم نه دي چې له افغانستانه د وتلو پرمهال ۱۳ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.
دغه جمهوريپال استازي چې تر دې وړاندې هم د کانګرس د بهرنيو اړیکو کمېټه کې د افغانستان په اړه امریکايي چارواکي پوښتلي و، ویلي دي چې کابو دوه زره او ۵۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او جوبایډن د دوی قربانیو او ټولو سرتېرو ته سپکاوی کړی دی.
ښاغلي ماسټ تصریح کړه، چې جو بایډن د سر اعلی قوماندان په توګه د امریکایانو د درناوي وړ نه دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

مټیو مېلر: له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱
مټیو مېلر: له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره په تعامل کې د واشنګټن لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي. مټیو مېلر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې باوري کړي، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې، چې بهرنیو وسلوالو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ور کوي او له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

خو د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا طالبان تورنوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي مرکز له برید او د اتو پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ.

پاکستاني چارواکو له نوموړي وغوښتل چې په دې برخه کې پلټنې وکړي او سملاسي ګام پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وړمه ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا کې وویل، چې «د پاکستان خلک له ترهګرۍ او توندلارۍ ډېر زیانمن شوي دي.»

د مټیو مېلر په خبره، امریکا د سیمې له امنیت د ګواښونو ختمولو کې د پاکستان له حکومت او ولس سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه، چې بیا بیا یې له افغان طالبانو د دې ډاډمنول غوښتي چې «په ترهګریزو بریدونو کې افغان خاوره نه کارېږي.»

مټیو مېلر زیاتوي «له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب یې هم دا و او دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.»

طالبان تل دا وايي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې نشته او نه هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره کارېږي.

دوی د پاکستان حکومت د افغانستان پرضد د داعش په روزلو هم تورونوي، خو پاکستاني چارواکي ورته ادعاوې ردوي.

په هرات او بدخشان کې د ټرافیکي پېښو له امله اته تنه مړه شوي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱
 په هرات او بدخشان کې د ټرافیکي پېښو له امله اته تنه مړه شوي دي
100%

یاده ټرافیکي پېښه تېره ورځ د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده. په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه لنډ کروزر موتر د چپه کېدوپه پېښه کې ۵ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
له بله پ‍لوه له هراته سرچینې وايي، هلته هم دوه ټرافیکي پېښې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ڼپیان دي.

راپورونه وایي، چې په یوه پېښه کې د روغتیا وزارت د پلاوي یو غړی هم مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اونۍ کې په هرات، بغلان او کندهار په ګډون د هېواد په شمېر ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ګڼ خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي؛ خو موټر چلوونکي بیا د لارو سړکونو خرابوالی په ګوته کوي.

کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۸ ويکټو پامير لېجنډز ته ماتې ورکړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۱
کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۸ ويکټو پامير لېجنډز ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۷مه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې د پامير لېجنډز ته د ۸ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د هندوکش لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي او عبدالمالک د ۲۱۳ منډو د جوړېډو په ملګرتيا لوبډله بريا ته ورسوله.

د غازي امان الله خان د کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د چهارشنبې د روځي د ۷مه لوبې پچه د پامير لېجنډز لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او د هندوکش سټرايکرز پر وړاندي يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پامير لېجنډز لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۵۵ منډې هدف وټاکه.

د پامير په لوبډله کې رياض حسن ۱۰۱، اکرام علي خېل ۴۵ او ارشاد الدین ساپي ۳۳ منډې جوړي کړې.

د هندوکش سټرايکرز په توپ اچوونکو کې شمس الرحمن درې لوبغاړي وسوځول.

د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۳۶.۵ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړه او لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټله.

لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي او عبدالمالک په ګډه ۲۱۳ منډې جوړي کړې.

100%

زرمتي په ۸۹ توپونو ۱۰۰ مندې وکړې او عبدالمالک بيا په ۱۱۲ توپونو کې د يوه شپږيزې او ۱۷ څلوريزو په مټ ۱۳۰ نا سوځېدلې منډې جوړي کړی.

د لوبې غوره لوبغاړي هم عبدالمالک وټاکل شو.
په دغو سیالیو کې هندوکش سټرایکز تر ټولو مخکښه لوبډله ده او خپلې ټولې سیالۍ یې ګتلې؛ خو پامیر لېجنډز بیا خپلې تولې لوبې بایللې دي.

100%

بښنې نړۍوال سازمان د المان له حکومته غوښتي چې له ګواښ سره مخ افغانان بې برخلیکه پرې نږدي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱
بښنې نړۍوال سازمان د المان له حکومته غوښتي چې له ګواښ سره مخ  افغانان بې برخلیکه پرې نږدي
100%

په المان کې د بښنې نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د بودیجې تصویب ته په اشارې سره له دوی غوښتي، چې افغانان له برخلیک پرته په خطر کې پرې نه ږدي.

دغه سازمان وایي، په اسلام اباد کې ۳ زره ۷۰۰ افغانان المان ته د تلو په تمه او ۱۵ زره نور په افغانستان کې د دغه هېواد له حکومت سره په تماس کې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د المان څانګې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د ۲۰۲۵ کال بوديجې تصويب ته په اشارې سره اندېښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان لپاره فېدرالي داخلي پروګرام به د بوديجې د کمولو قرباني شي.

دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د المان حکومت د افغانانو د منلو په بهير کې د خطر له کبله سخت دریځ نیولی او په ځینو مواردو کې یې د یو شمیر مستحقو کسانو غوښتنې رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د بشري او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د المان فدرالي حکومت د افغانانو ډله ییزې پناه غوښتنې تر منلو وروسته په دې وروستیو کې رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو يوې فعالې افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت له هغو کسانو، چې دغه هېواد ته یې د تګ شرايط پوره کړي ډېرې اوږدې او سختې مرکې کوي.

د هغې په ​​وينا؛ د مرکې په بهير کې د وړ کانديدانو د عقيدو، نظريو او باورونو، د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې، د ښځو او ماشومانو د ازادۍ په اړه پوښتنې کېږي.

دا اقدامات وروسته له هغه شوي، چې په دې وروستیو کې یوه افغان د المان په منهایم ښار کې د اسلام د منتقدینو پر یوې غونډې برید وکړ، چې یو پولیس یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.

دغه راز په فرانکفورټ کې هم یو افغان پر یوې اوکراینۍ ښځې برید کړی او ټپي کړې يې وه.

پاکستاني امنیتي سرچینې: د افغان طالبانو یو غړی په بنو کې د پوځ پر مرکز برید کې لاس درلود

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱
پاکستاني امنیتي سرچینې: د افغان طالبانو یو غړی په بنو کې د پوځ پر مرکز برید کې لاس درلود
100%

د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عثمان الله کامران په نوم یو افغان طالب جنګیالي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر مرکز په وروستي برید کې لاس درلود. پاکستان ویلي، دا برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی، چې په افغانستان کې مېشته ده.

د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند دي، د دوشنبې په ورځ له یوه افغان قوماندان سره يو ځای په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ او له پاکستاني ځواکونو سره په ۲۴ ساعته نښته کې یې ۸ تنه ووژل.

پاکستاني امنیتي سرچینو په دغه برید کې د یو افغان قوماندان د رول پخلی کړی او د هغه تصویر يې هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلی.

په دې بريد سره يو ځل بيا پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د نيوکي ګوته نيولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو مرستیال سفیر هم احضار کړی و.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی او د دې وسله والو مرکزي دفتر په افغانستان کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د عاملینو پر وړاندې دې سمدستي، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په افغانستان کې یې د پاکستان طالبانو تحریک په څېر د ډلو فعالیت رد کړی دی.